
افغان غږ نشراتي اداره
February 23, 2025 at 06:42 AM
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، چې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي سره د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، ازبیکستان ته سفر کړی، د دغه هېواد د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمناف سره کتلي.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبولګولو سېستم پراخولو او د ازبیکستان د خصوصي سکتور پانګونې ته د زمینې برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا بحث شوی دی.
ازبیکستاني لوري له افغانستان سره د سربندونو، د اوبولګولو کانالونو او د اوبو سرچینو د ښه تنظیم په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
https://chat.whatsapp.com/DcVDVONCtIHFhsz3807e10