افغان غږ نشراتي اداره
افغان غږ نشراتي اداره
February 27, 2025 at 09:18 AM
‏د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي د ریلي همکاريو د پراختیا په موخه ترکمنستان ته سفر کړی. یاد پلاوي له ترکمنستان سره د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او ترڅنګ یې د اقينې-اندخوی پاتې ۱۰ کیلومتره اوسپنيزې کرښې بشپړولو او د اندخوی-شبرغان ۵۵ کیلومتره اوسپنيزې کرښې د سروې او ډیزاین لپاره دوه هوکړه ليکونه لاسلیک کړي دي. د دې هوکړو پر بنسټ به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دې پروژو پراختيايي قراردادونه لاسلیک شي. https://chat.whatsapp.com/FP7biQCt9IN1TNEPcBxGtS

Comments