
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
February 9, 2025 at 10:10 AM
د ټولګټو سرپرست وزير له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د (۳۱.۶) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسليک کړل
۱۰مه، شعبان المعظم ۱۴۴۶
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني د شاوخوا (۷۱۳) ميليونو افغانيو په ارزښت له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د (۳۱.۶) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسليک کړل.
د ميدان وردګ-لوګر سړک دوې برخې او ټولټال (۳۱.۶) کيلومتره اوږدوالی لري او (۱۲۰) پُلګوټي پکې شامل دي؛ ياد سړک د ميدان وردګ ولايت د (تنګي درې، قلعه امير څخه پيل؛ د آلوزي، دوغ آباد، شولک، او بابوس) سيمو څخه په تېرېدو د لوګر ولايت له مرکز پُل علم سره نښلول کيږي، چې رغنيزې چارې به يې د (۱۶) مياشتو په موده کې بشپړې شي.
لومړی برخه: ټولټال (۱۷.۴) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د (۴۷۳۸۸۴۹۲۷) افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له ايچکو ساختماني شرکت سره قرارداد شوي دي.
دويمه برخه: ټولټال (۱۴.۲) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د (۲۳۹۴۴۸۳۷۸) افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له تابش اميد ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ پنجشنبه د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزير د هرات-کندهار د اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين او سروې اړوند (۵) تړونونه د شاوخوا (۲۶۴) ميليونو افغانيو په ارزښت له پنځو شرکتونه سره لاسليک کړل.
د ټولګتو وزارت رسنيز دفتر
///
سرپرست وزارت فوایدعامه قرارداد ۳۱.۶ کیلومتر سرک اتصالی میدان وردک و لوگر را با دو شرکت خصوصی امضاء نمود
۱۰ شعبانالمعظم، ۱۴۴۶
محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، سرپرست وزارت فوایدعامه ا.ا.ا، قرارداد ساخت ۳۱.۶ کیلومتر سرک اتصالی میان ولایات میدان وردک و لوگر را به ارزش بیش از ۷۱۳ میلیون افغانی در دو بخش با دو شرکت ساختمانی و سرک سازی امضاء نمود.
سرک اتصالی میان ولایات میدان وردک و لوگر ۳۱.۶ کیلومتر طول دارد که در امتداد آن، اعمار ۱۲۰ پایه پلچک نیز شامل می باشد. این سرک از قلعه امیر دره تنگی آغاز میشود و از مناطق الوزی، دوغ آباد، شولک و بابوس عبور کرده و به پل علم مرکز ولایت لوگر وصل میشود. کار ساخت این سرک در مدت ۱۶ ماه تقویمی تکمیل خواهد شد.
بخش اول این سرک ۱۷.۴ کیلومتر طول دارد که قرارداد اعمار آن با شرکت ساختمانی ایچکو به ارزش ۴۷۳۸۸۴۹۲۷ افغانی امضاء شده است.
بخش دوم این سرک ۱۴.۲ کیلومتر طول دارد که قرارداد اعمار آن با شرکت ساختمانی و سرکسازی تابش امید به ارزش ۲۳۹۴۴۸۳۷۸ افغانی امضاء شده است.
این در حالی است که سرپرست وزارت فواید عامه در روز پنجشنبه هفته گذشته نیز قراردادهای پنج پروژه سروی و دیزاین تفصیلی خط آهن هرات – قندهار به ارزش حدود ۲۶۴ میلیون افغانی را با پنج شرکت خصوصی امضاء نمود.
دفتر مطبوعاتی وزارت فواید عامه