هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
February 4, 2025 at 10:48 AM
*په هلمند پوهنتون کي د اسلامي امیر اطاعت تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو.* نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي امیر اطاعت تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار، د دې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته وړاندي سو. د سمینار په پیل کي د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د امراوو ډولونه تشریح کړه، چي په وینا یې امراء پر دوه ډوله دي، مؤبد او موقت او اسلام د دې دواړو امیرانو د شرعي اطاعت تاکید کړی دی. نوموړي زیاته کړه، چي الله تعالی قرآنکریم کي د خپل ځان او رسول الله ﷺ تر اطاعت وروسته د شرعي امیر پر اطاعت او پیروۍ ټینګار کړی دی، ځکه د امیر اطاعت اصلا د الله تعالی اطاعت دی. همداراز ښاغلي ذاکر صاحب و ویل: د مسلمانانو لپاره د شرعي امیر شتون او اطاعت ستر مقام لري، د یو شرعي امیر اهمیت او شتون له دې څخه څرګندیږي، چي د رسول الله ﷺ تر وفات وروسته د هغه ﷺ جنازه تر هغو دفن نه سوه، تر څو چي یې ځای ناستی او امیر نه وو ټاکل سوی، ځکه د اسلامي امیر په شتون کي د مسلمانانو مقدسات خوندي او مسلمانان د خپلو اسلامي شعائرو څخه برخمن وي. غونډه په دعائیې سره پایته و رسېدل. نېټه: ١٤٤٦/٨/٥ هـ ق کال *هلمند پوهنتون* *د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت*
❤️ 2

Comments