هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل WhatsApp Channel

هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل

82 subscribers

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
3/1/2025, 7:11:02 AM

*هلمند کي د اتحاد جام په نوم د کرکټ سیالۍ د هلمند پوهنتون په بریا سره پای ته ورسېدې:* یادي سیالۍ چي څو ورځي وړاندي د هلمند ولایت کرکټ امریت له لوري مرکزي کرکټ لوبغالي کي د افغانستان کرکټ بورډ کورني کرکټ مدیریت د کلني پلان په اساس د پوهنتونونو ترمنځ د کرکټ د اتحاد جام په نوم پیل سوي وې، پکښې د هلمند پوهنتون ترڅنګ یو شمېر نورو تحصیلي نهادونو هم برخه درلوده. یادو سیالیو اته ۸ ورځي دوام وکړ چي پای لوبي ته د هلمند پوهنتون او لوی احمدشاه بابا انستیتوت وتلي او د هلمند پوهنتون په بریا سره پای ته ورسېدې. د کرکټ امر ښاغلي عمري د خپلو خبرو پرمهال خوښي وښوده چي په لومړي ځل هلمند کي د پوهنتونونو تر منځ سیالۍ تر سره سوې، ده لوبغاړو ته په خطاب کي و ویل: چي یادي سیالۍ د پوهنتونونو تر منځ د سالم رقابت او د زده کړیالانو تر منځ د ورورولۍ د فضا را منځ ته کولو په موخه راپیل سوي وې. د هلمند پوهنتون د کرکټ کمېټې منشي غلام حسین خپلواک ورته لوبي د محصلینو د روحیې لوړولو او همږغۍ لپاره خورا مهمي و بللې او زیاته یې کړه، چي د هلمند پوهنتون رهبري به راتلونکي کي هم د خپلو محصلینو د تفریحي لوبو لپاره بېلا بېل پروګرامونه په کار واچوي. ورته مهال زده کړیالانو او لوبغاړو خوښي وښوده چي د هلمند کرکټ امریت لخوا ورته د داسي سیالیو زمینه برابره سوه. نېټه: ۱۴۴۶/۹/۱ هـ ق کال *هلمند پوهنتون* *د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت*

❤️ 👍 4
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
3/1/2025, 7:10:59 AM
Image
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
2/18/2025, 4:20:21 AM

د نن سه شنبې ورځي تاریخ! *هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر* https://chat.whatsapp.com/LQ6jeRElBfR0CL8XlrOBux

❤️ 1
Image
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
2/20/2025, 9:44:15 AM
❤️ 1
Image
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
2/12/2025, 10:47:43 AM

*د هلمند پوهنتون په همکارۍ د ښوونکو او اداري بستونو د ازمویني لپاره د بایومټریک پروسه پیل سوه.* هلمند پوهنتون کي د پوهني وزارت اړوند د ښوونکو او اداري بستونو د ازمويني لپاره د بایومټریک پروسه د دې پوهنتون په همکارۍ د ازموینو ملي ادارې استازو لخوا پیل سوه. دا پروسه، چي د شفافیت او عدالت د تأمین لپاره مهمه ده، نن چهارشنبه پیل سوه، چي پکښې ۹۲۶ تنه شارټ ‌لیست سوي داوطلبان د ازمویني لپاره ثبت سول. ټاکل سوې ده، چي د دغو بستونو ازموینه به د همدې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کي واخیستل سي. د یادوني وړ ده، چي د پوهني وزارت له لوري دا ډول ازمويني د هيواد په بېلابيلو ولایتونو کي راپیل سوي، تر څو وړ او مسلکي کسان دولتي ادارو ته جذب سي. نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۳ هـ.ق *هلمند پوهنتون* *د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت*

❤️ 1
Image
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
2/19/2025, 6:01:52 AM

د نن چهار شنبې ورځي تاریخ! *هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر* https://chat.whatsapp.com/LQ6jeRElBfR0CL8XlrOBux

Image
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
2/20/2025, 5:11:13 AM

د نن پنجشنبې ورځي تاریخ! *هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر* https://chat.whatsapp.com/LQ6jeRElBfR0CL8XlrOBux

Image
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
2/11/2025, 11:25:26 AM

*په هلمند پوهنتون کي د امام أبوحنیفه رح مناقب او د مذهب تائید تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو.* نن ورځ سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د امام أبوحنیفه "رح" مناقب او د مذهب تائید تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار، د دې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته وړاندي سو. د سمینار په پیل کي د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د امت د ستر امام أبوحنیفه رح د ژوند، حالاتو، علم او تقوا په تړاو مفصل بحث وکړ. نوموړي زیاته کړه، چي امام أبوحنیفه رح د خپل تقوا او علم په مټ د دین بشپړه تشریح او تفسیر کړی دی، چي په پیروۍ سره یې انسان د دنیا او آخرت له سعادت او نېکبختیو برخمن کیږي. ښاغلي ذاکر همداراز و ویل، چي د مؤمنانو څلور واړه مذاهب او په ځانګړي توګه د امام أبوحنیفه رح مذهب د قرآن او حدیث څخه را اخیستل سوی مذهب دی او د نوموړي په تقلید سره موږ د الهي احکامو و صحیح فهم او درک ته ځان رسوو. کوم کسان چي د تقلید څخه منکرین دي، هغوۍ اصلا د تقلید صحي تعبیر نسي کولی او یا هم د جهالت ښکار دي، ځکه تقلید پخپله د دین یوه برخه ده، چي اسلامي شریعت کي روښانه ثبوت لري. غونډه په دعائیې سره پایته و رسېدل. نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۲ هـ ق *هلمند پوهنتون* *د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت*

❤️ 2
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
2/23/2025, 4:43:05 AM

د نن یکشنبې ورځي تاریخ! *هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر* https://chat.whatsapp.com/LQ6jeRElBfR0CL8XlrOBux

❤️ 3
Image
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
2/20/2025, 9:44:18 AM

*په هلمند پوهنتون کي د قوریه دارانو لپاره د عصري کرهڼي او نیالګیو مدیریت روزنیز سمینار وړاندي سو*. نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ د زراعت ریاست استازو او خصوصي قوریه دارانو ته د نیالګیو د روزني، بسته بندۍ او مارکېټ ته د عرضه کولو په اړه یو ورځنی سمینار وړاندي سو. په دې روزنیز سمینار کي چي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، د زراعت ریاست غړو او د دې ولایت د نیالګیو روزونکو اتحادیې استازو ګډون کړی و. سمینار د زراعت پوهنځي د باغدارۍ څانګي استاد، پوهنمل شمس الدین وفا له لوري پیل سو. ښاغلي استاد وفا د مارکېټ د اړتیاوو په نظر کي نیولو سره دا تشریح کړه، چي څنګه نیالګي په نوي او مسلکي بڼه کښېنوو، ترڅو ښه حاصل ورکړي او بیا څنګه دغه نیالګي بازار ته د لېږد لپاره په مناسب ډول را وباسو، تر څو ریښې یې زیانمني نه سي. همدارنګه نوموړي وویل، د بسته بندۍ پر مهال باید له عصري میتودونو څخه استفاده وسي، په همدې بهیر کي یې پر یادو کړنلارو تشریحي معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه، چي د دې مېتودونو په تطبیق سره کولای سو، حاصلخېزه نیالګي تولید کړو او منظمه بسته بندي دا مرسته کوي، چي نیالګي پرته له کوم زیان او زحمت په سالمه توګه بازار ته ولېږو. د باغدارۍ څانګي استاد ټینګار وکړ، چي د عنعنوي زراعتي سیستم پر ځای دي عصري زراعتي سیستم ته پام وسي. د نوموړي په باور عصري مېتودونه د حاصلاتو د ښه والي، د اوبو او زراعتي ځمکي د سپما او بازار ته د نیالګیو د مناسبي عرضې سبب کيږي. د سمینار په وروستي برخه کي د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د کرهڼي او نیالګیو د ارزښت په اړه د اسلام د مبارک دین له نظره ګډونوالو ته معلومات ورکړل. هغه وویل چي کرنه د بشر د بقاء لپاره اساسي رول لري او دیني لارښووني هم د زراعت او شنه چاپیریال ارزښت ته اشاره کوي. نوموړي د زراعت د پرمختګ او نوي عصري مېتودونو د تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او قوریه داران یې وهڅول، چي د زراعت عصري مېتودونو سره ځانونه بلد کړي او په خپلو کرهنيزو چارو کي یې تطبیق کړي. دغه راز ښاغلي ابو احمد له ګډونوالو وغوښتل، چي پخوانۍ بې پایلي طریقې پرېږدۍ او په دې برخه کي د فني ماهرینو په مشوره ګامونه واخلۍ. د سمینار په پای کي ګډونوالو خپل نظریات او پوښتني مطرح کړې، چي د استاد له لوري ورته تشریحي ځوابونه ورکړل سوه. نېټه: ۲۱/۸/۱۴۴۶ ه.ق کال *هلمند پوهنتون* *د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت*

❤️ 2
Link copied to clipboard!