هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
February 5, 2025 at 05:25 AM
*په هلمند پوهنتون کي د ۱۷۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوړېدونکي کادري روغتون کمپلیکس د سروې او ډيزاین چاري پیل سوې.* د لوړو زده کړو وزارت په هدایت د سروې او مهندسۍ ټېم، چي مشري یې د پولتخنیک پوهنتون د مهندسۍ څانګي استاد پوهندوۍ دوکتور محمد جواد نیازي کول، له کابل څخه هلمند ولایت ته تشریف راوړ او د هلمند پوهنتون ریاست مقام کي یې د پوهنتون له ریس شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله ابواحمد او رهبرۍ سره ناسته ترسره کړه. راغلي پلاوي د هلمند د ښاروالۍ، ښار جوړولو او عامي روغتیا ریاستونو له مسؤلینو سره په اړوند ریاستونو کي د پوهنتون د مرستیالانو ډاکتر سمیع الله سعید او پوهنیار محمد نعیم دوست په حضور کي د هلمند پوهنتون لپاره د کادري روغتون د پلان، د ښاري تفصیلي پلان او د معیاري روغتیايي خدماتو په اړه تفصیلي خبري اتري وکړې. په دې ليدنو کي نوموړو د لښکرګاه ښار کي د متخصصو ډاکټرانو سره هم ناستي وکړې، چي د روغتون د جوړېدو پر اړتیاوو او د معیاري خدماتو د وړاندي کولو پر څرنګوالي یې نظرونه سره تبادله کړل او همداراز د پلاوي لخوا د کادري روغتون د سیمي " جي. پي. ایس " نقطې هم ثبت سوې. دا پروژه چي د ۱۷۴ میلونه افغانیو په ارزښت څو میاشتي وړاندي منظوره سوې، د اړونده مبلغ لګښت یې د ۱.۱.۱ د انکشافي بودجې څخه ورکول کیږي او ټولي چاري به یې د ۱۴۰۵ مالي کال تر پایه تکمیل سي. د کادري روغتون سره سره به طب پوهنځۍ تدریسي اطاقونه، داخلي مسجد شریف لابراتوارونه، پارکینګ، اشپزخانه، طعام خوری، درملتون، کفتریا شنه ساحه او نور اړین محلونه ولري، چي د هلمند پوهنتون د محصلینو لپاره به نوموړی روغتون د طبي زده کړو یو مهم علمي مرکز وي او محصلین به په راتلونکي کي عملي زده کړي په کښې ترسره کوي او د هلمند اوسیدونکو ته به باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندي کیږي. نېټه: ۱۴۴۶/۸/۶ هـ ق *هلمند پوهنتون* *د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت*
❤️ 👍 🤲 4

Comments