هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
February 6, 2025 at 09:17 AM
*هلمند پوهنتون کي لید د ټولنیزو علومو علمي مجلې د مخکتني غونډه ترسره سوه.* نن پنجشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کښي لید د ټولنیزو علومو علمي مجلې د مخکتني غونډه ترسره سوه. یاده مجله چي یوه میاشت مخکي چاپ سوې ده، د علمي څېړنو د ودي او پراختیا لپاره د دې پوهنتون یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کيږي. په دې غونډه کي د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله صاحب، مسؤلینو، منسوبینو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و. د غونډې د پیل وینا د یادي علمي مجلې آمر ښاغلي دوکتور نور احمد ایمل وکړه. هغه د مجلې د چاپ، د هیواد بېلابېلو برخو ته د وېش او نورو اړوندو چارو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. نوموړي د علمي مجلو د کیفیت د لا لوړولو لپاره له استادانو او څېړونکو د مشورو او سپارښتنو شریکولو غوښتنه وکړل. ورپسې د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست، د لید مجلې د آمریت او شاملو خواوو د هڅو ستاینه وکړه. نوموړي له څېړونکو وغوښتل چي په خپلو څېړنیزو فعالیتونو کي لومړیتوب دي د سیمي او هیواد مهمو ټولنیزو ستونزو ته ورکړي او د هغو د حل لپاره دي علمي او تحلیلي مقالې چمتو کړي. دغونډي په منځنۍ برخه کي د علمي بورډ له خوا د مجلې د منځپانګي، جوړښت او کیفیت د لا ښه والي لپاره یو شمېر ارزښتناکي سپارښتني او مشورې وړاندي سوې. د غونډي په وروستي بهیر کي د هلمند پوهنتون رئیس د یاد آمریت او ملګري ټیم هلي ځلي د ستایني وړ وبللې. نوموړي د دوی د مسؤلیتونو په توګه څرګنده کړه، چي څېړنیز فعالیتونه د ټولني د پرمختګ، ودي او پراختیا لپاره ارزښتمند او د ملي فکر له مخي ورته بشپړه پاملرنه کول د دې ټولني اړتیا ده. هغه په تحقیقاتي برخو کي د یاد آمریت سره د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ وړاندي کړ. نېټه: ۷/۸/۱۴۴۶ ه.ق کال *هلمند پوهنتون* *د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت*
❤️ 1

Comments