هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
February 8, 2025 at 07:16 AM
د دیني علماء کرامو د اسناد د وېش په اړه ترتیب سوي کټګورۍ: لومړۍ کټګوري: د کابل زون هغه علماء کرام چې د ۱۴۴۵هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې د عالميې مرحلې په ازموینه کې بریالي شوي دي. دویمه کټګوري: هغه علماء کرام چې په ۱۴۴۴هـ ق کال کې په کابل ولایت کې د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د عالمیې مرحلې په اخیستل شوې ازموینه کې بریالي شوي دي. درېیمه کټګوري: ټول هغه علماء کرام چې د افغانستان اسلامي امارت په تېره پنځه کلنه دوره کې یې اسناد ارزیابي شوي وي یا له فتحې مخکې د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون په اخیستل شوې ازموینه کې بریالي شوي وي او د دیني جامعاتو او تخصصاتو په عمومي ریاست، وزارتونو، مستقلو ادارو، ریاستونو، په تخصصاتو، جامعاتو او امارتي پوهنتونونو کې یې د اسنادو د ارزونې او معیاري اسنادو د ترلاسه کولو په موخه نوملیکنه کړي وي. *هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر* https://chat.whatsapp.com/LQ6jeRElBfR0CL8XlrOBux
❤️ 1

Comments