
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
February 10, 2025 at 06:35 AM
د امارتي پوهنتونونو یو شمېر استادانو ته «د تدریس په برخه کی د علمي كادر غړو د مسلکي مهارتونو لوړوالي پروگرام» تر عنوان لاندې ۱۵ ورځنی ورکشاپ پیل شو
یاد ورکشاپ چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اتو بېلا بېلو امارتي پوهنتونونو شاوخوا ٣٠ تنو استادانو ته په کابل پوهنتون کې پیل شو، د ۱۵ ورځو په موده کې به اته تنه ټرینران په مسلکي او معیاري ډول د یادو استادانو د مسلکي مهارتونو لوړولو په اړه بېلا بېل لکچرونه وړاندې کړي.
د ورکشاپ د پيل په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفعیاتو رئیس انجنیر مفتاح الدین عزام د نوموړي ورکشاپ دایرول یو مهم اقدام وباله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د استادانو د علمي کچې لوړېدو تر څنګ د استادانو د تدریس په کچه کې هم مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.
هغه دغه راز وویل، چې د دې ورکشاپونو لړۍ دوامداره ده او په پام کې لري چې د استادانو د تدریسي مهارتونو ښه والي په موخه د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته ورکشاپونه دایر شي.
ښاغلي عزام په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د ظرفیت لوړونې او محصلانو ته په لوړو معیارونو د تدریس فضاءبرابرولو په برخه کې پوره ژمنتیا او منظم پلانونه لري.
د یادونې وړ ده چې د یاد ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د بېلا بېلو استادانو تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت د علمي چارو سلاکار، د څېړنې، تألیف او ژباړي رئیس، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس او ټرېنر استادانو ګډون کړی و.
نېټه: 1446/8/11 هـ ق
*هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر*
❤️
👍
2