هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 10, 2025 at 12:44 PM
                               
                            
                        
                            *د هلمند پوهنتون رئیس د بُست پوهنتون په اتلسمي دورې فراغت غونډه کي ګډون وکړ.*
نن ورځ دوشنبه د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله " ابو احمد " صاحب د بُست خصوصي پوهنتون په اتلسمه دوره فراغت غونډه کي ګډون وکړ.
نوموړي پخپلو خبرو کي و نویو فارغ سوو محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه، چي ګران هیواد افغانستان اوس تر بل هر چا و ځوان کهول ته اړتیا لري، فارغ کېدونکو ځوانانو ته په کار ده چي پخپل حاصل سوي تعلیم او مسلک د هیواد و ځان بسیایني ته کار وکړي، ترڅو افغانان په هره برخه کي د پردیو له احتیاجه و وزي.
ښاغلي ابو احمد و ویل: د هیواد برحاله امنیت د زده کړي او تعلیم لپاره یو ستر فرصت دی، نو په کار ده چي له شته فرصته مثبته ګټه واخلو.
نوموړي همداراز د یاد پوهنتون پر رهبرۍ او استاذانو ږغ وکړ، ترڅو د هیواد د بچیانو د مسلکي روزني ترڅنګ په خپل علمي بنسټ کي د دیني او عصري علومو د یووالي او اړتیا روحیه نوره هم ژوندۍ او ایجاد سوي واټنونه له منځه یوسي، ځکه چي یو اسلامي ټولنه و دواړو علومو اړتیا لري.
 د یادوني وړده، چي یاده غونډه کي له معالجوي طب او انجینرۍ پوهنځیو څخه ۶۳ تنه محصلان فارغ او ټولني ته د خدمت په پار وړاندي سوه.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۱۱ هــ ق 
*هلمند پوهنتون*
*د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت*
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                    
                                        3