هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
February 11, 2025 at 11:25 AM
*په هلمند پوهنتون کي د امام أبوحنیفه رح مناقب او د مذهب تائید تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو.* نن ورځ سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د امام أبوحنیفه "رح" مناقب او د مذهب تائید تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار، د دې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته وړاندي سو. د سمینار په پیل کي د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د امت د ستر امام أبوحنیفه رح د ژوند، حالاتو، علم او تقوا په تړاو مفصل بحث وکړ. نوموړي زیاته کړه، چي امام أبوحنیفه رح د خپل تقوا او علم په مټ د دین بشپړه تشریح او تفسیر کړی دی، چي په پیروۍ سره یې انسان د دنیا او آخرت له سعادت او نېکبختیو برخمن کیږي. ښاغلي ذاکر همداراز و ویل، چي د مؤمنانو څلور واړه مذاهب او په ځانګړي توګه د امام أبوحنیفه رح مذهب د قرآن او حدیث څخه را اخیستل سوی مذهب دی او د نوموړي په تقلید سره موږ د الهي احکامو و صحیح فهم او درک ته ځان رسوو. کوم کسان چي د تقلید څخه منکرین دي، هغوۍ اصلا د تقلید صحي تعبیر نسي کولی او یا هم د جهالت ښکار دي، ځکه تقلید پخپله د دین یوه برخه ده، چي اسلامي شریعت کي روښانه ثبوت لري. غونډه په دعائیې سره پایته و رسېدل. نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۲ هـ ق *هلمند پوهنتون* *د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت*
❤️ 2

Comments