
هلمند پوهنتون مطبوعاتي دفتر / چینل
March 1, 2025 at 07:11 AM
*هلمند کي د اتحاد جام په نوم د کرکټ سیالۍ د هلمند پوهنتون په بریا سره پای ته ورسېدې:*
یادي سیالۍ چي څو ورځي وړاندي د هلمند ولایت کرکټ امریت له لوري مرکزي کرکټ لوبغالي کي د افغانستان کرکټ بورډ کورني کرکټ مدیریت د کلني پلان په اساس د پوهنتونونو ترمنځ د کرکټ د اتحاد جام په نوم پیل سوي وې، پکښې د هلمند پوهنتون ترڅنګ یو شمېر نورو تحصیلي نهادونو هم برخه درلوده.
یادو سیالیو اته ۸ ورځي دوام وکړ چي پای لوبي ته د هلمند پوهنتون او لوی احمدشاه بابا انستیتوت وتلي او د هلمند پوهنتون په بریا سره پای ته ورسېدې.
د کرکټ امر ښاغلي عمري د خپلو خبرو پرمهال خوښي وښوده چي په لومړي ځل هلمند کي د پوهنتونونو تر منځ سیالۍ تر سره سوې، ده لوبغاړو ته په خطاب کي و ویل: چي یادي سیالۍ د پوهنتونونو تر منځ د سالم رقابت او د زده کړیالانو تر منځ د ورورولۍ د فضا را منځ ته کولو په موخه راپیل سوي وې.
د هلمند پوهنتون د کرکټ کمېټې منشي غلام حسین خپلواک ورته لوبي د محصلینو د روحیې لوړولو او همږغۍ لپاره خورا مهمي و بللې او زیاته یې کړه، چي د هلمند پوهنتون رهبري به راتلونکي کي هم د خپلو محصلینو د تفریحي لوبو لپاره بېلا بېل پروګرامونه په کار واچوي.
ورته مهال زده کړیالانو او لوبغاړو خوښي وښوده چي د هلمند کرکټ امریت لخوا ورته د داسي سیالیو زمینه برابره سوه.
نېټه: ۱۴۴۶/۹/۱ هـ ق کال
*هلمند پوهنتون*
*د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت*
❤️
👍
4