منډیګک تاریخي بنسټ   Mundigak.com
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 10, 2025 at 03:02 PM
                               
                            
                        
                            نن د افغانانو د ملي او هنري نيکه امیر علي شېر نوايي ۵۸۴ کلیزه ده.
هغه هرات کي د تیموریانو دورې د سلطان حسین بایقرا وزیر او نهمه پېړۍ کي د ازبيکي ژبي له نامتو شاعرانو څخه وو چي ګڼ علمي اثار یې د ژبي او عصري علومو په برخه کي کښلي دي چي تر ټولو مشهور اثر "محبتنامه" یې دی، چې د هغه په ادبي او فلسفي نظرونو باندې څرګندويي کوي.
د سیاست ترڅنګ، هغه د خیرات او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره بېلابېلې پروژې ترسره کړې، لکه ښوونځي، جوماتونه او کاروانسرایونه جوړول. نوایي د خپل وخت یوه ډېره مهمه او اغېزناکه څېره وه، چې په منځنۍ آسیا کي یې د ادب او کلتور پراختیا ته وده ورکړه.
په ۸۸۰ل کال هرات کي ومړ او د هرات منارونو ته نږدې د ملکې ګوهرشاد بېګم قبر ته څېرمه خاورو ته وسپارل سو.
د هغه دا وینا نړۍ کي مشهوره ده چي:
“خدايه!
چاته چي دي عقل ورکړ، څه دي ور نه کړل؟
او خدایه!
چاته چي دي عقل ور نه کړ، څه دي ورکړل؟!!!”
روح ئې ښاد او برکت ئې پر موږ...
________________
علم ومعرفت نینگ تاجی و غزل ملکی نینگ سلطانی بابامیز امير علي شير نوايي نينگ ٥٨٤ اينجي ییل توغيلگن ایامينينگ افغان گه مباركباد ایته من.
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                    
                                        8