منډیګک تاریخي بنسټ   Mundigak.com WhatsApp Channel

منډیګک تاریخي بنسټ Mundigak.com

1.4K subscribers

About منډیګک تاریخي بنسټ Mundigak.com

د تاريخ په اړه لومړی لاس سرچينه 🔗فیسبوک: https://www.facebook.com/mundigakpashto 🔗 ټيک ټاک: www.tiktok.com/@mundigakaf 🔗 ټويټر: www.twitter.com/mundigakaf 🔗 سايټ: www.mundigak.com

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

منډیګک تاریخي بنسټ   Mundigak.com
منډیګک تاریخي بنسټ Mundigak.com
5/24/2025, 3:05:04 AM

شېرخان ناشر او د افغانستان د شمالي ولایتونو پۀ اقتصادي بدلونونو کې د هغۀ رول لیکوال: کاندید اکادمیسین ا. سیستانی ژباړن: سیلانی ځينې پښتنې څهرې چې د افغاني دولت د صوابدید لۀ مخې د هېواد شمالي ولایتونو ته لېږل شوي ؤ، د دندو تر څنګ یې نۀ هېرېدونکي خدمتونه هم تر سره کړي دی. لۀ دې ډلې یو هم شيرخان خروټی ( د نوموتي سندر غاړي فریاد دريا نيکۀ) ؤ. لازمه ده چې د هندوکش پۀ شمال کې د یو خدمتګار شخصیت، شېرخان خروټي یادونه وکړم. ښايي دا مطلب د ډېرو لپاره پۀ زړۀ پورې وي. شېر خان د هېواد پۀ شمال کې یو لۀ هغو خدمتګارو پښتنو څخه دی چې پۀ نوم یې د تاجکستان او افغانستان تر منځ یو بندر نومول شوی دی. دا بندر د آمور سیند د پاسه جوړ شوی دی او افغانستان لۀ تاجکستان سره نښلوي. شېرخان ناشر پۀ قوم خروټی ( غلزايي) او د خروټي قوم یو لۀ مخورو څهرو، خانانو او د ځمکو درلودونکو کسانو څخه ؤ. دی د شاه غازی امان الله خان او نادرخان معاصر ؤ. وروسته لۀ دې چې حبیب الله کلکاني مشهور پۀ بچه سقوه د نادر خان لۀ لوري ماتې وخوړه، د شېرخان ځواکونه د سقوي یاغیانو د مهارولو پۀ موخه د افغانستان پۀ شمال کې و ګومارل شول. شېرخان هغه سقوي اشرار او باسم چیان چې مشري یې ابراهیم لغي کوله او د بچه سقو څخه یې ملاتړ کاوۀ، سرکوبه کړل او ځينې یې د آمو سيند څخه هاخوا تېښتې ته مجبوره کړل. نادرشاه د امنیتي وضعیت د استقرار پۀ موخه يو فرمان ولیکۀ چې پۀ هغۀ کې شېر خان او د هغه ځواکونو ته پۀ کندوز کې د دایمې اډې د جوړولو او پاتې کېدو امر وکړ. شېر خان پۀ ۱۳۰۹ شمسی کال د کندوز د والي پۀ توګه ګومارل کيږي. غلام سرور ناشر چې د شېر خان لۀ زامنو څخه دی، پۀ کندوز کې ځينې مرکزونه لکه: د شېر خان بندر، د سپن غر غوړیو د تولید شرکت، سپین زر هوتل، د شېرخان لېسه او ځينې مراکز جوړ کړل. خو لۀ بده مرغه شېرخان د علیحضرت محمد ظاهر شاه د ترۀ هاشم خان لۀ لوري پۀ شهادت ورسېدۀ. « مندیګګ وېپانه» لۀ صفیې حلیم څخه چې یوه پښتنه څېړونکې او لیکواله ده داسې نقل کوي: یوه پېړۍ وړاندې د شېرخان خروټي پۀ نوم یو کس د غزني لۀ قره باغ څخه هند ته ولاړ، هلته یې پۀ خپلو شخصي پیسو تجارت پیل کړ او لۀ هغه ځای څخه مرکزي آسيا او روسیې ته ولاړ او پۀ سمرقند کې یې نایابه دیني او تاريخي آثار پيدا کړل. هغۀ نوموړو کتابونو ته د فارسي ژبي ژباړونکي و ګومارل تر څو هغه نایابه کتابونه فارسي ژبې ته وژباړي. کله چې شاه غازي امان الله خان د شېرخان لۀ دې ستر خدمت څخه خبريږي هغه را غواړي او د نوموړو کتابونو د چاپ لپاره ورته د معارف درجه یک مډال د « ناشر » پۀ نوم ډالۍکوي. شېر خان ناشر پۀ شقوي دور کې اسماعیل خان دېرې ته ځي او د نادرخان پۀ دور کې لومړی د اورګون د ولسوال پۀ توګه او وروسته د بدخشان او قطغن د نایب الحکومه پۀ توګه ګومارل کيږي. شېر خان ناشر د بخارايي باسمه چیانو لۀ تصفيې وروسته پۀ کندوز ښار کې ښاري پلانونه پلي کوي. هغه د سړکونو، د تلیفون پایو او د غوړیو د شرکت ( روغن پنبه دانه ) په جوړلو سره کندوز ښار ته یوه نوې بڼه ورکړه همدارنګه شېرخان د خپل شرکت کارکونکو ته کور، کلینیک او ښوونځي هم جوړ کړل. شېر خان پۀ ۱۹۳۰م کال د قزل قلعه ځمکې د یو د تجارتي بندر لپاره چمتو کوي او د ګمرک لپاره دفاتر، د مامورینو لپاره کورنه، ښوونځي او کلينيکونه جوړوي. چې لۀ دې کار وروسته همدا تجارتي بندر د شېر خان پۀ نامۀ یاديږي. ددې کورنۍ تر ټولو مشهوره هنري څهره فرهاد دریا دی، چې پخپل جادویي غږ د انسان زړۀ آرامه کوي. وروسته لۀ دې چې د سپین زر غوړيو فابريکه د سرور ناشر خروتي لخوا پۀ کندوز کې فعاله شوه، نو د بغلان او کندوز خلکو د پنبې یا مالوچو او لبلبو زراعت ته مخه وکړه او پۀ شمال کې پښتانه ناقلینو د خپلو زحمتونو پۀ نتیجه کې شاړې او وچې ځمکې پۀ حاصلخېزو ځمکو تبديلې کړې او لۀ دې لارې څخه د ښۀ ژوند خاوندان شول. پۀ دې کار سره هغه زموږ د ژبې یو مشهوره ضرب المثل پۀ دې بڼې ته واوښتۀ « اګر مرد میخواهی قندوز برو!» لۀ همدې مهاله وروسته پۀ شمال کې، پۀ ځانګړې توګه پۀ کندوز او بغلان کې ځمکو خپل لوړ ارزښت تر لاسه کړ، ځکه پښتنو ناقلینو پۀ يادو ځمکو کې ډېر هڅې وکړې ترڅو ښۀ حاصلات ورکړي، چې همداسې وشول. د افغانستان د ملي وحدت دښمنانو د خلکو ترمنځ داسې منفي تبليغات کول چې ګواکې پۀ افغانستان کې د پښتنو واکمني ددې لامل شوې ده چې پۀ شمال کې د تاجیکانو او ازبیکانو ځمکې پۀ زور او جبر د جنوب پښتنو ته ورکول شوي دي او باید دا ځمکې بېرته لۀ پښتنو څخه واخستل شي او دوی خپلو اصلي سيمو ( د هندوکش جنوب ) ته ولېږدول شي. لۀ بده مرغه ددې تبليغاتو پايله داسې شوه چې پۀ شمال کې د پښتنو قومي سیاست تصفيه د جمعیت اسلامي او جنبش ملي د قوماندانانو لخوا ترسره شوه پۀ پورتنۍ برخه کې ورته نغوته شوې ده. پای

Post image
❤️ 👍 ☘️ 💜 26
Image
منډیګک تاریخي بنسټ   Mundigak.com
منډیګک تاریخي بنسټ Mundigak.com
2/10/2025, 3:02:28 PM

نن د افغانانو د ملي او هنري نيکه امیر علي شېر نوايي ۵۸۴ کلیزه ده. هغه هرات کي د تیموریانو دورې د سلطان حسین بایقرا وزیر او نهمه پېړۍ کي د ازبيکي ژبي له نامتو شاعرانو څخه وو چي ګڼ علمي اثار یې د ژبي او عصري علومو په برخه کي کښلي دي چي تر ټولو مشهور اثر "محبت‌نامه" یې دی، چې د هغه په ادبي او فلسفي نظرونو باندې څرګندويي کوي. د سیاست ترڅنګ، هغه د خیرات او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره بېلابېلې پروژې ترسره کړې، لکه ښوونځي، جوماتونه او کاروانسرایونه جوړول. نوایي د خپل وخت یوه ډېره مهمه او اغېزناکه څېره وه، چې په منځنۍ آسیا کي یې د ادب او کلتور پراختیا ته وده ورکړه. په ۸۸۰ل کال هرات کي ومړ او د هرات منارونو ته نږدې د ملکې ګوهرشاد بېګم قبر ته څېرمه خاورو ته وسپارل سو. د هغه دا وینا نړۍ کي مشهوره ده چي: “خدايه! چاته چي دي عقل ورکړ، څه دي ور نه کړل؟ او خدایه! چاته چي دي عقل ور نه کړ، څه دي ورکړل؟!!!” روح ئې ښاد او برکت ئې پر موږ... ________________ علم ومعرفت نینگ تاجی و غزل ملکی نینگ سلطانی بابامیز امير علي شير نوايي نينگ ٥٨٤ اينجي ییل توغيلگن ایامينينگ افغان گه مباركباد ایته من.

❤️ 👍 8
Image
منډیګک تاریخي بنسټ   Mundigak.com
منډیګک تاریخي بنسټ Mundigak.com
2/11/2025, 12:49:47 PM

#دتاریخ_له_پاڼو📚 د افغانستان، سیمي او نړۍ یو ستر عالم ډاکټرسيد بهاؤالدين مجروح له نن څخه ۳۷ کاله وړاندي په همدې ورځ په پېښور کي په شهادت ورسېد، بلااخره مجروح وو څوک؟ ډاکټرسيد بهاؤالدين مجروح: "ډاکټرسيد بهاؤالدين مجروح یو پیاوړی افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه وه. د ی د لوی عالم،‌ لیکوال، شاعر او ادیب ښاغلی سید شمس الدین مجروح زوى وو چې په ۱۹۲۸ کال د فبرورى په ۱۲مه نيټه د کنړ ولايت کی په يوه روحاني کورنى کې زېږېدلې او د ۱۹۸۸ کال د فبروری په یولسمه نیټه، د د افغانستان د پرمختګ د دشمنانو په لاس په خپلو وینو کی ولمبول ښو. پیاوړی افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه ډاکټرسيد بهاؤالدين مجروح د لوی عالم،‌ لیکوال، شاعر او ادیب ښاغلی سید شمس الدین مجروح زوى وو چې په ۱۹۲۸ کال د فبرورۍ په ۱۲مه نيټه د کنړ ولايت کی په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلې. ښاغلی سید بهاوالدین مجروح خپلی لومړنۍ زدکړی په کنړکې پېل اوڅه موده وروسته کابل ته دخپل پلار سره ولاړ او د ديارلس کلنۍ په عمر د استقلال لېسې په څلورم ټولگي کې شامل ښو. په ۱۹۵۰میلادی کال کی په لومړۍ درجه فارغ او د وخت ددولت لخوا د لوړو تحصيلاتو لپاره فرانسی ته ولېږل شو. د ۱۹۵۲ تر ۱۹۵۸ کال پورې د پاريس په سوربن او بيا د مونټ پليه په پوهنتونو کې خپل لوړ تحصيلات د روحياتو او فلسفې په څانگه کې د ماستری تر درجې سرته ورسول. په همدې دوره کې يې وکړاى شوه چې د آلماني ا و انگړېزي ژبو ادبياتو زدکړی په غربي آلمان او انگلستان کې سرته ورسوي. کله چې په ۱۹۵۸ میلادی کال کې هېواد ته راستون ښو نو د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد او بيا رئيس په توګه وګمارل ښو. نوموړي بېلابلې دندې تر سره کړي چې له هغې ډلې یې د کاپيسا والیتوب، د پوهنتون استادي او په مونیخ کې د افغانستان فرهنګي اتشه د یادولو وړ دي. د ښاغلی پوهاند سید بهاالدین مجروح یو شمیر آثارو ته پورته اشاره ښوی ده. د روسی ښکیلاک در یرغل څخه وروسته پیښور ته مهاجر ښو او په ۱۲۵۹ کال کی یی د "افغان رسنیو مرکز" بنسټ کیښود چی په افغانستان یی د روسانو د تجاوز اړوند سیاسی او نظامی حالاتو معلومات نړیوالو ته په انګریزی، آلمانی او فرانسوی ژبو خپراوه. د ده فرهنگي کارونه چې د کډوالو مهاجرو په منځ کې د يوې ملي روحيې پياوړی کول وو، خو په همدې ترڅ کې د بی خبره او بی فرهنګه کړيو سره يوځای د سيد بهاوالدين مجروح په وړاندې پلان جوړ او د ۱۹۸۸ کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د جمعې په شپه کله چی سيد بهاوالدين مجروح له خپل دفتر نه راوواته مجروح زړه یی د وسله والو لخوا په ډزو وويشتل ښو او هملته ځای په ځای په شهادت ورسېده. کتابونه او ليکني: * تيزس دکترا به زبان فرانسوی * ديالكتيك جبر و اختيار به زبان پښتو * اژدهای خودی در ۴ دفتر که به زبان پشتو زير عنوان "ځانځاني ښامار" نيز به نشر رسيده است. * پيام مادر * دشمن را بشناسيد * سرودهای ناآشنا * صوفی و دنيای نو (به زبان پشتو: صوفی او نوې دنيا) * چنین گفت زردشت (به زبان پشتو: زردشت داسی ووييل) * بودا چنين گفت * پيام صوفی بت شکن به بت‌ پرستان قرن ۲۰ * سيد جمال‌الدين و برخورد شرق و غرب * منازل‌السايرين يا صد ميدان حکيم سنايی * ناآشنا سندری Afghan Intellectuals in Exile: Philosophical & Psychological Dimensions (افغان پوه اندي په جلاوطنۍ کې: فلسفي او ساپوهنيز ابعاد)". 💅ناصر اوريا نور اړوند مواد کامنټ کي... 🔷#منډيګک_تاريخي_بنسټ 🗞د نورو ورته ليکنو لپاره زموږ پاڼه پرانيزئ:☚ mundigak.com ـــــــــــــــــــــــــــــ د نورو تاريخي موادو د پاره منډيګک پاڼه خوښه او دغه ليکنه له ملګرو سره شريک کړئ✅

❤️ 😢 👍 🤲 15
منډیګک تاریخي بنسټ   Mundigak.com
منډیګک تاریخي بنسټ Mundigak.com
2/18/2025, 1:24:18 PM

د کندهار د ډاکيانو د کورنۍ تاريخ: امير عبدالرحمن خان د ١٨٨٠ څخه١٩٠١ پوری ٢١ کاله پاچايی وکړل امير عبدالرحمن خان د خپل سلطنت په دوره کي مرحوم ميرزا شمس الدين خان چي د هغه وخت يو پوه او ليکونکی وه، خپل دربار ته کابل کښي راوغښتل څکه چي په هغه وخت کښي پوسته پر خپل وقت د کندهار څخه کابل ته نه رسيدل . نو مرحوم ميرزا شمس الدين خان ته يې ډاکخانې وظيفه وسپارله، په هغه وقت کښي پوسته خانه په ډاکخانه مشهوره وه هغه وه چي موږ دډاکيانو په نامه مسماء سولو. ډاکخانه په هرات بازار کښي د اخند صاحب جامه او شېرعلی خان کوڅې مابين کي چي اوس د حاجی عبدالله مارکيټ دی، مرحوم ميرزا شمس الدين کندهارد داکخانې په ترتيب او تنظيم کښي ډيري هڅي وکړې چې د اميرد خواه دستايني وړ وکرځيد. د مرحوم شمس الدين مشر زوی مرحوم ميرزا سراج الدين خان وه خپل د پلاره سره او هم وروسته په کارونو کي برخه درلوده چي ورسته د ډاکخانې مسوليت و مرحوم ميرزا سراج الدين خان ته وسپارل سو. په دې برخه کښي ډير زحمتونه کاللي دي، د تليفون لين تعديد د کندهار څخه تر غزني او کابل د لين سره وصل کړ، همدارنکه د کندهار څخه تر هرات پوري د ټليفون لين وغځول سو او د پوستې خطونه پر خپل وقت رسيدل . د کابل څخه کندهار او هرات په دغه مسير کښي هغه وقت ترانسپورټ موجود نه وو، د ډاکيانو په واسطه پر آسانو د يوه رباط څخه بل رباط پوري رسول. د اوريدو څخه يو رباط د کندهار د هرات دروازی شهيدانو څخه بيا د کرشک خواته (هوض مدد) پوري حد وو، د پوسته رسانانو اسلحه يوه نيزه پر سر باندی تيره اوسپنه او چرمي پر اوږه بند درلود، پوسته به په چرمي خلتو کي استول کيدل چي په نتيجه کي د مرحوم ميرزا سراج الدين خان د ښه مديريت د امير امان الله خان د خواه څخه په مهال تقدير سوي دي. کله چي ډاکخانه په پوسته خانه تبديله سوه او پراختيايي پيدا کړه مرحوم ميرزا سراج الدين خان په چمن کي چي هغه وقت هندوستان وو، دافغانستان د نماينده په صفت وظېفه اجراء کول او وروسته تقاعد سو. روح يې ښاد

❤️ 👍 🇦🇫 🌹 20
Image
منډیګک تاریخي بنسټ   Mundigak.com
منډیګک تاریخي بنسټ Mundigak.com
2/21/2025, 3:21:17 PM

٦٠ لسیزه، افغانستان: د کابل په ښار کي یوه پخوانی چای خانه یا سماوار... دغسي ځایونه پخوا د کلي او ښار د مجلس ګردي مېزونه وه :) دلته مو چای څښلی؟

❤️ 👍 🌹 15
Image
Link copied to clipboard!