
منډیګک تاریخي بنسټ Mundigak.com
February 11, 2025 at 12:49 PM
#دتاریخ_له_پاڼو📚
د افغانستان، سیمي او نړۍ یو ستر عالم ډاکټرسيد بهاؤالدين مجروح له نن څخه ۳۷ کاله وړاندي په همدې ورځ په پېښور کي په شهادت ورسېد، بلااخره مجروح وو څوک؟
ډاکټرسيد بهاؤالدين مجروح:
"ډاکټرسيد بهاؤالدين مجروح یو پیاوړی افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه وه. د ی د لوی عالم، لیکوال، شاعر او ادیب ښاغلی سید شمس الدین مجروح زوى وو چې په ۱۹۲۸ کال د فبرورى په ۱۲مه نيټه د کنړ ولايت کی په يوه روحاني کورنى کې زېږېدلې او د ۱۹۸۸ کال د فبروری په یولسمه نیټه، د د افغانستان د پرمختګ د دشمنانو په لاس په خپلو وینو کی ولمبول ښو.
پیاوړی افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه ډاکټرسيد بهاؤالدين مجروح د لوی عالم، لیکوال، شاعر او ادیب ښاغلی سید شمس الدین مجروح زوى وو چې په ۱۹۲۸ کال د فبرورۍ په ۱۲مه نيټه د کنړ ولايت کی په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلې.
ښاغلی سید بهاوالدین مجروح خپلی لومړنۍ زدکړی په کنړکې پېل اوڅه موده وروسته کابل ته دخپل پلار سره ولاړ او د ديارلس کلنۍ په عمر د استقلال لېسې په څلورم ټولگي کې شامل ښو. په ۱۹۵۰میلادی کال کی په لومړۍ درجه فارغ او د وخت ددولت لخوا د لوړو تحصيلاتو لپاره فرانسی ته ولېږل شو. د ۱۹۵۲ تر ۱۹۵۸ کال پورې د پاريس په سوربن او بيا د مونټ پليه په پوهنتونو کې خپل لوړ تحصيلات د روحياتو او فلسفې په څانگه کې د ماستری تر درجې سرته ورسول. په همدې دوره کې يې وکړاى شوه چې د آلماني ا و انگړېزي ژبو ادبياتو زدکړی په غربي آلمان او انگلستان کې سرته ورسوي.
کله چې په ۱۹۵۸ میلادی کال کې هېواد ته راستون ښو نو د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد او بيا رئيس په توګه وګمارل ښو.
نوموړي بېلابلې دندې تر سره کړي چې له هغې ډلې یې د کاپيسا والیتوب، د پوهنتون استادي او په مونیخ کې د افغانستان فرهنګي اتشه د یادولو وړ دي.
د ښاغلی پوهاند سید بهاالدین مجروح یو شمیر آثارو ته پورته اشاره ښوی ده.
د روسی ښکیلاک در یرغل څخه وروسته پیښور ته مهاجر ښو او په ۱۲۵۹ کال کی یی د "افغان رسنیو مرکز" بنسټ کیښود چی په افغانستان یی د روسانو د تجاوز اړوند سیاسی او نظامی حالاتو معلومات نړیوالو ته په انګریزی، آلمانی او فرانسوی ژبو خپراوه.
د ده فرهنگي کارونه چې د کډوالو مهاجرو په منځ کې د يوې ملي روحيې پياوړی کول وو، خو په همدې ترڅ کې د بی خبره او بی فرهنګه کړيو سره يوځای د سيد بهاوالدين مجروح په وړاندې پلان جوړ او د ۱۹۸۸ کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د جمعې په شپه کله چی سيد بهاوالدين مجروح له خپل دفتر نه راوواته مجروح زړه یی د وسله والو لخوا په ډزو وويشتل ښو او هملته ځای په ځای په شهادت ورسېده.
کتابونه او ليکني:
* تيزس دکترا به زبان فرانسوی
* ديالكتيك جبر و اختيار به زبان پښتو
* اژدهای خودی در ۴ دفتر که به زبان پشتو زير عنوان "ځانځاني ښامار" نيز به نشر رسيده است.
* پيام مادر
* دشمن را بشناسيد
* سرودهای ناآشنا
* صوفی و دنيای نو (به زبان پشتو: صوفی او نوې دنيا)
* چنین گفت زردشت (به زبان پشتو: زردشت داسی ووييل)
* بودا چنين گفت
* پيام صوفی بت شکن به بت پرستان قرن ۲۰
* سيد جمالالدين و برخورد شرق و غرب
* منازلالسايرين يا صد ميدان حکيم سنايی
* ناآشنا سندری
Afghan Intellectuals in Exile: Philosophical & Psychological Dimensions
(افغان پوه اندي په جلاوطنۍ کې: فلسفي او ساپوهنيز ابعاد)".
💅ناصر اوريا
نور اړوند مواد کامنټ کي...
🔷#منډيګک_تاريخي_بنسټ
🗞د نورو ورته ليکنو لپاره زموږ پاڼه پرانيزئ:☚ mundigak.com
ـــــــــــــــــــــــــــــ
د نورو تاريخي موادو د پاره منډيګک پاڼه خوښه او دغه ليکنه له ملګرو سره شريک کړئ✅
❤️
😢
👍
🤲
15