
منډیګک تاریخي بنسټ Mundigak.com
February 18, 2025 at 01:24 PM
د کندهار د ډاکيانو د کورنۍ تاريخ:
امير عبدالرحمن خان د ١٨٨٠ څخه١٩٠١ پوری ٢١ کاله پاچايی وکړل امير عبدالرحمن خان د خپل سلطنت په دوره کي مرحوم ميرزا شمس الدين خان چي د هغه وخت يو پوه او ليکونکی وه، خپل دربار ته کابل کښي راوغښتل څکه چي په هغه وخت کښي پوسته پر خپل وقت د کندهار څخه کابل ته نه رسيدل .
نو مرحوم ميرزا شمس الدين خان ته يې ډاکخانې وظيفه وسپارله، په هغه وقت کښي پوسته خانه په ډاکخانه مشهوره وه هغه وه چي موږ دډاکيانو په نامه مسماء سولو.
ډاکخانه په هرات بازار کښي د اخند صاحب جامه او شېرعلی خان کوڅې مابين کي چي اوس د حاجی عبدالله مارکيټ دی، مرحوم ميرزا شمس الدين کندهارد داکخانې په ترتيب او تنظيم کښي ډيري هڅي وکړې چې د اميرد خواه دستايني وړ وکرځيد.
د مرحوم شمس الدين مشر زوی مرحوم ميرزا سراج الدين خان وه خپل د پلاره سره او هم وروسته په کارونو کي برخه درلوده چي ورسته د ډاکخانې مسوليت و مرحوم ميرزا سراج الدين خان ته وسپارل سو.
په دې برخه کښي ډير زحمتونه کاللي دي، د تليفون لين تعديد د کندهار څخه تر غزني او کابل د لين سره وصل کړ، همدارنکه د کندهار څخه تر هرات پوري د ټليفون لين وغځول سو او د پوستې خطونه پر خپل وقت رسيدل . د کابل څخه کندهار او هرات په دغه مسير کښي هغه وقت ترانسپورټ موجود نه وو، د ډاکيانو په واسطه پر آسانو د يوه رباط څخه بل رباط پوري رسول.
د اوريدو څخه يو رباط د کندهار د هرات دروازی شهيدانو څخه بيا د کرشک خواته (هوض مدد) پوري حد وو، د پوسته رسانانو اسلحه يوه نيزه پر سر باندی تيره اوسپنه او چرمي پر اوږه بند درلود، پوسته به په چرمي خلتو کي استول کيدل چي په نتيجه کي د مرحوم ميرزا سراج الدين خان د ښه مديريت د امير امان الله خان د خواه څخه په مهال تقدير سوي دي.
کله چي ډاکخانه په پوسته خانه تبديله سوه او پراختيايي پيدا کړه مرحوم ميرزا سراج الدين خان په چمن کي چي هغه وقت هندوستان وو، دافغانستان د نماينده په صفت وظېفه اجراء کول او وروسته تقاعد سو.
روح يې ښاد
❤️
👍
🇦🇫
🌹
20