
سټنډرډ ملي اداره- Afghanistan National Standards Authority
February 19, 2025 at 09:31 AM
*د سون توکو د مصرف مقررې د بیا کتنې او علمي بډاینې په اړه غونډه په سټنډرډ ملي ادارې کې جوړه شوه*
دا غونډه د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت تر مشرۍ لاندې، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د کابل پولی تخنیک پوهنتون استادانو، د نورم تثبیت آمریت تخنیکي مسئولینو او نورو اړوندو غړو په ګډون ددې ادارې په تخنیکي تالار کې ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، مولوي محمد آصف قانت د کابل پولی تخنیک پوهنتون له استادانو څخه د دوی د علمي او تخنیکي همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د اکاډمیکو بنسټونو نږدېوالی له سټنډرډ ملي ادارې سره، د سټنډرډ جوړونې او د کیفیت لوړولو په برخه کې مهم رول لري. نوموړي د سون توکو د مصرف تنظیم د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې، د نورم د تثبیت امر احسان الله راشد د سون توکو د مصرف د مقررې مسوده، چې پکې د وسایطو، سړک جوړونې او ودانیزو ماشینونو، کرنیزو ماشینونو، د برېښنا د تولید دستګاوو او د تودوخې وسایلو اړوند وه وړاندې کړه او کلیدي ټکي یې د غونډې ګډونوالو ته تشریح کړه.
د غونډې په لړ کې، د دې مقررې د ګټو په اړه د ګډونوالو ترمنځ بحث وشو او د نظرونو تبادله ترسره شوه همداراز د انرژۍ د ضایعاتو د کمولو لپاره عملي حل لارې وړاندې شوې.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې د هېواد د سرچینو د غوره مدیریت لپاره د سون توکو او انرژۍ د مصرف د تنظیم لپاره مقررات جوړ او عملي کړي.