سټنډرډ ملي اداره- Afghanistan National Standards Authority
سټنډرډ ملي اداره- Afghanistan National Standards Authority
February 22, 2025 at 06:26 AM
*د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه* د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او د غړو په ګډون ددې ادارې د تخنیکي غونډو تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د حلالو درملو د سټنډرډ – لومړۍ برخه: عمومي اړتیاوې او نورو مهمو تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. حلال درمل هغو درملو، تغذیوي بشپړونکو او روغتیایي محصولاتو ته ویل کېږي چې د اسلامي حلالو اصولو او مقرراتو مطابق تولید شوي وي. دا سټنډرډونه ډاډ ورکوي چې درمل او تغذیوي بشپړونکي د اسلامي شریعت، علمي معیارونو او صحي اصولو مطابق تولید شوي دي.

Comments