سټنډرډ ملي اداره- Afghanistan National Standards Authority
February 22, 2025 at 10:04 AM
*په سټنډرډ ملي ادارې کې د ودانیزو توکو د سټنډرډونو د جوړونې د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه*
یاده غونډه د د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او غړو په کډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.
پدې غونډه کې د فولادي میخونو د سټنډرډ او د ودانیو لپاره د ګچو د سټنډرډ د مسودو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د ودانیزو توکو سټنډرډونه د ځانګړتیاوو، لارښوونو، تخنیکي او مسلکي لارو چارو مجموعه ده چې د ودانیو د خوندیتوب، پایښت او کیفیت د تضمینولو لپاره مهم رول لري.
د دغو سټنډرډونو مراعات کول د دې سبب کېږي چې ودانۍ مضبوطې، پایدارې او اقتصادي وي او له احتمالي مالي او ځاني زیانونو مخنیوی وشي.