سټنډرډ ملي اداره- Afghanistan National Standards Authority
سټنډرډ ملي اداره- Afghanistan National Standards Authority
February 24, 2025 at 10:13 AM
د ۱۴۰۳ کال کاري پلان د پلي کولو ارزونې او د ۱۴۰۴ کال پلان جوړولو په اړه د سټنډرډ ملي ادارې غونډه جوړه شوه پدې غونډه کې د ملي سټنډرډ ادارې عمومي رئیس محترم الحاج ملا فیض الله تمیم، د اداري او مالي چارو مرستیال محترم مولوي عطاءالله فرید، د تخنیکي چارو مرستیال محترم مولوي محمد آصف قانت او د اړوندو برخو رئیسان او مسؤلینو ګډون درلود. په پیل کې د ملي سټنډرډ ادارې عمومي رئیس محترم الحاج ملا فیض الله تمیم، د ادارې د بېلابېلو برخو ترمنځ همغږي او همکاري د پلانونو او برنامو د اغېزمن تطبیق لپاره ضروري وبلله. نوموړي د سټنډرډ جوړونې پروسې د فعالیتونو پر خلکو د اغېزو په اړه یادونه وکړه او اخلاص او صداقت یې د مهمو چارو د پرمخ بیولو لپاره حیاتي وګڼه. په غونډه کې د پلان او پالیسي ریاست مسؤلینو د هر اړخیز پریزنټیشن له لارې د ۱۴۰۳ کال فعالیتونه تشریح کړل او د روان کال د فعالیتونو تطبیق، لاسته راوړنې، ننګونې او د توقع وړ پایلو ارزونه ترسره کړه. همدارنګه ګډونوالو د ۱۴۰۴ کال د پلان د جوړولو لپاره خپل نظریات وړاندې کړل او د راتلونکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره یې مثبت وړاندیزونه وکړل. د غونډې په ترڅ کې د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ د اړوندو برخو مسؤلینو ته د ۱۴۰۴ کال پلان د غوره پلي کولو لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې وکړې. د سټنډرډ ملي اداره ژمنه کوي چې د مؤثره پلان جوړونې او دقیقو کاري پلانونو په تطبیق سره د کیفیت ملي بنسټ تقویه کړي او د هېواد د تولیداتو او خدماتو په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

Comments