
سټنډرډ ملي اداره- Afghanistan National Standards Authority
February 25, 2025 at 07:24 AM
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي مشر الحاج ملا فیض الله تمیم:
دا چې انرژي د یوه هېواد د ځان بسیاینې او پرمختګ برخه کې مهم رول لوبوي، نو ضایع کول یې د ودانیزو او بنسټیزو چارو لپاره یوه ستره ننګونه ده. په همدې اساس د انرژۍ د ښه مدیریت او پراختیا په منظور، د مشورتي، لېبل لګونې، تفتیش او د انرژۍ مدیریت بنسټ (لېمه) سره، د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیکوو، چې پر بنسټ به یې د انرژۍ ضایعاتو کمولو او ملي سټنډرډونو تطبیق برخه کې پرمختګ رامنځته شي.