
سټنډرډ ملي اداره- Afghanistan National Standards Authority
February 25, 2025 at 08:06 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت:
دا تفاهمنامه زموږ د هڅو او همکاریو نښه ده چې لاندې هدفونو ته رسیدو لپاره همکاري کوو:
1. د انرژۍ د حفظ او ضایعاتو د مخنیوي لپاره تحقیقاتی پروژې.
2. د متخصصینو او انجنیرانو روزنه په ملي ستندردونو کې.
3. د علمي اسنادو او مدارکو تدوین او تبادله.
4. د هېواد محیطي او اقتصادي شرایطو ته په کتلو د ستندردونو تغیرات.
5. د انرژۍ د تحفظ لپاره مشخص کود جوړول.
6. د متخصصینو د ظرفیت لوړونه په ستندرد کاري پروسه کې.