
سټنډرډ ملي اداره- Afghanistan National Standards Authority
February 25, 2025 at 09:24 AM
*د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د انرژۍ مدیریت په برخه کې د ودانیو لپاره د (لیمه) مشورتي بنسټ سره تفاهم نامه لاسلیک کړه*
پدې مراسمو کې چې د حکومت د رسنیو مرکز کې جوړ شوي وو، د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس محترم الحاج ملا فیض الله تمیم، د حکومت د رسنیو مرکز رئیس محترم نعیم الله حقاني هراتي، د لیمه مشورتي بنسټ رئیس محترم داکتر انجنیر محمد عمر تیموري، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت، ددې ادارې د اداري او مالي چارو مرستیال مولوي عطاءالله فرید، د اړوندو برخو مسؤلین او رسنیو ګډون کړي و.
برنامه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې محترم الحاج ملا فیض الله تمیم د انرژۍ د مدیریت اهمیت او د هغې رول د پرمختګ او ترقۍ په اړه پراخې خبرې وکړې او ویې ویل: "د افغانستان سټنډرډ ملي اداره د امارت یوه له کلیدي ادارو څخه ده او همیشه د خپلو ګران هیوادوالو لپاره د هوساینې، سهولت او اسانتیاوو برابرولو ته ژمنه ده." نوموړی زیات کړه: "زموږ هڅه دا ده چې د علمي او تخنیکي معیارونو له لارې د خپلو هیوادوالو د ژوند کیفیت ښه کړو او د هیواد د اقتصاد د پراختیا لپاره زمینه مساعده کړو."
وروسته، داکتر انجنیر محمد عمر تیموري د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو ته د مننې او خوښۍ مراتب وړاندې کړه او د سټنډرډونو په برخه کې د پرمختګ او ترقۍ پر حیاتي رول ټینګار وکړ. نوموړي د ودانیو په صنعت کې د انرژۍ د ضایع کېدو د مخنیوي اهمیت په ګوته کړ او د تفاهم نامې د پلي کولو په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو وعده وکړه.
د برنامې په لړ کې، د ملي سټنډرډ ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت وویل : "دا تفاهمنامه د ودانیو په برخه کې د تخنیکي سټنډرډونو د جوړولو او تطبیق، د متخصصینو د ظرفیت لوړونې، د انرژۍ ضایعاتو د کمولو د لارو چارو د څیړنې او د مؤثر نظارتي سیستم د رامنځته کولو لپاره زمینه برابروي." هغه څرګنده کړه: "موږ ژمن یو چې د دې همکاریو له لارې به د انرژۍ د مدیریت لپاره د ملي سټنډرډونو لوړولو او د دولتي او خصوصي سکتورونو د هڅونې لپاره هڅې وکړو."
برنامه د تفاهم نامې د لاسلیک په ترڅ کې پای ته ورسېده چې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس او د لیمه مشورتي بنسټ رئیس لخوا لاسلیک شوه.