فکري يرغل
February 10, 2025 at 09:03 AM
#مسلمانانو_______اختراعات
عمومًا داسي ویل کیږي چې لاسي بم یعنې (ګرینیډ) لومړی ځل په 1906 میلادي کال کې د انګریز مؤجد (مارټن هیل) لخوا اختراع شو داهم د غرب دروغجن تبلیغات دي!!!
د نړۍ په تاریخ کې لومړی ځل (لاسي بم) د اندلس (غرناطې) اسلامي انجینرانو اختراع کړ ، د لاسي بم (ګرینیډ) نوم د اندلس غرناطه ښار پورې نسبت لري ځکه چې په هسپانوي اصطلاح کې غرناطه ښار ته ګریناډا ویل کیږي پدغه اساس د (ګرینیډ) نوم د ګریناډا یعنې غرناطه څخه اخیستل شوی ده.
نامتو جرمن مستشرق (سیګریډ هونکی) Sigrid Hunke تاییدوي چې د اسلامي جګړو په تاریخ کې لاسي بمونه لومړی ځل په اندلس کې د مسلمانانو لخوا وکارول شول، له اندلس څخه درې پیړۍ وروسته د ګرینیډ ټیکنالوژې اروپا ته انتقال شوه.
#خپل__تاریخ__مطالعه__کړﺉ
✍🏻: نجیب اللّٰه عادل
❤️
👍
2