فکري يرغل WhatsApp Channel

فکري يرغل

66 subscribers

About فکري يرغل

السلام عليکم ورحمة اللّٰه وبرکاته! ګرانو دوستانو! فکري يرغل ګروپ کې د ملحدينو، سيکولرانو او نورو باطل پرستو په رد کې نشرات کېږي او همدارنګه اسلامي ناولونه، اسلامي کتابونه او نور اړين موضوعات خپرېږي. ګروپ کې ګډون وکړئ او لينک درسره خپور کړئ، تر څو نور ملګري ګروپ ته دعوت شي. مننه ټيليګرام لنک فکري يرغل: https://t.me/zxfekri واټسپ لنک فکري يرغل: https://chat.whatsapp.com/HSBlU5JMGBuACiKFvrAhAR

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

فکري يرغل
فکري يرغل
5/24/2025, 3:37:32 AM

https://t.me/alkhairnashariatiidara له پورته ټيليګرام چينل څخه د شيخ الحديث عبد القهار صديقي حفظه اللّٰه بيانونه او درسونه ډاونلوډ کولی او اورېدلی شئ. چينل درسره خپور کړئ.

❤️ 1
فکري يرغل
فکري يرغل
5/21/2025, 2:50:52 AM

بي بي سي فارسي یو خبر کې لیکلي چې له غ؛زې، دوه زره ماشومان د درملنې لپاره اردن ته انتقالېږي، جالبه دا ده چې دا انتقال د امریکا په ملاتړ او د اسر'یی-لو او اردن په مرسته کېږي. خبر کې یې جالبه دا هم کړې، لیکلي یې دي: "دا ماشومان د هیلکوپترو په وسیله د غ؛زې له وحشت، جنګ او درده خلاص شوي دي!" په زخمونو مالګې دوړول دغسې وي، ګواکې اسر'یی-ل هم د غ؛زې ماشومان له وحشته ژغوري او دا وحشت دوی نه دی جوړ کړی!! کله چې میلیاردونه انسانان په محدودو جغرافیو کې زنداني وي، نو خود به مو د عربي ټاپوزمې معززې تورسرې معاصر فرعون ته ګډېږي او مشران به یې د دوسۍ دا ننداره د ديپلوماتیکو اړیکو مډرن شکل معرفي کوي! موږ سخت لوېدلي یو، خو غضب دغه دی چې خپل لوېدل هم نه درک کوو او نه د ولاړېدو لپاره کوم فکر راسره شته! داد محمد ناوک

😢 ❤️ 4
فکري يرغل
فکري يرغل
5/30/2025, 11:49:34 AM

‎#نحن_مع_غزة ‎#لن_نترك_غزة

😢 1
فکري يرغل
فکري يرغل
5/28/2025, 12:45:51 AM

تاسو خبر یاست د غزې په جګړه کې له ۲۸ زرو څخه پورته ښځینه په شهادت رسېدلي دي. دا شمېر ځوانو نجونو او زړو ښځو ته شامل دی. مګر غربي لیبرالې ډیموکراسۍ ته دغسې وحشتونه ټکانونه نشي ورکولای خو په افغانستان کې د ښځو د حقوقو له غمه مړه دي. Adil Basirat دا خو څه مهسا اميني يا ملال يوسفزۍ نه دي چې نړيوال پرې بزنس وکړي، دا نوم ورکې مظلومې خويندي دي، په دوی باندې د نړيوالو له لورې بزنس ځکه نه کېږي چې بيا پرې يهــود خپه کېږي، د دوی لابيګرې کمپنۍ ( ايپيک ) يې بده مني . Usama Jawhari

فکري يرغل
فکري يرغل
5/12/2025, 12:33:54 AM

*د رسول الله ﷺ د وفات غم !* رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې زما (له وفات وروسته) تعزیت وشي؛ خامخا به خلک خپلو کې یوه بل ته تعزیت او تسلیت وايي! راوي وایي: نو هغه مهال به خلکو ویل: د دې څه مطلب دی؟! کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو، نو خلک به چې سره مخامخ کیدل یوه بل ته به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کې تعزیت وایه! عن سهل بن سعد رضي الله تعالى عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: سيعزي الناس بعضهم بعضا من بعدي التعزية بي. فكان الناس يقولون : ما هذا ؟ فلما قبض رسول الله صلى الله عليه وسلم لقي الناس بعضهم بعضا يعزي بعضهم برسول الله صلى الله عليه وسلم. رواه ابن سعد (2 / 275) وأبو يعلى (4 / 1824) والطبراني. یعني ټول صحابه کرام د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وفات دومره خپه او غمژن وو چې د رسول الله له وفات وروسته به کله سره مخامخ کیدل یوه بل ته به یې تعزیت وایه. لکه د البيهقي په یوه روایت کې راغلي، ام سلمة رضي الله عنها وايي: د رسول الله د وفات غم او مصیبت څومره دروند او سخت و ؟! له هغه وروسته به چې موږ هر یوه ته کوم مصیبت ورسید او د رسول الله د وفات غم به مو رایاد کړ، هغه مصیبت به راته اسانه شو! عن أم سلمة رضي الله تعالى عنها قالت : يا لها من مصيبة ما أصبنا بعدها بمصيبة إلا هانت ، إذا ذكرنا مصيبتنا به صلى الله عليه وسلم. حامد افغان

فکري يرغل
فکري يرغل
5/28/2025, 5:47:44 AM

‏په غزة کې دصهیونستانو جرائمو، دښځو، ماشومانو، ژورنالستانو، طبي کارکنانو، سپینژیرو او عامو مسلمانانو قتل عام داثابته کړه، چې دامریکا او متحدینو د بشر د حقونو دعوی یوه درواغجنه داعیة او سیاسي وسله ده چې تل یې دمسلمانو په وړاندې دقوې اصلحي په توګه کارولي ده. *عبدالسلام ضعیف*

❤️ 1
فکري يرغل
فکري يرغل
5/17/2025, 10:39:08 AM

يو عرب ليکلي، چې ايله اوس ددې آيت په معنی سم پوه شوم الله تعالی فرمايي: چې حاجيانو ته اوبه ورکونکي او مسجد حرام جوړونکي د الله په نزد د هغو مومنانو سره برابر ندي چې د الله تعالی د دين د اعلا لپاره ج‍‌ه‍‌اد کوي. #C

Post image
❤️ 😢 2
Image
فکري يرغل
فکري يرغل
5/11/2025, 2:58:34 AM

*ودریږئ!* ام المومنین صفیة بن حیي کیسه کوي، چې *رسول الله ﷺ* جماعت کې اعتکاف ته ناست وو، نو زه یی د شپې لیدو ته ورغلم او ور سره وغږیدم، بیا چې د تلو په نیت پاڅیدم; *هغه ﷺ* هم را سره پاڅید چې ومې رسوي، پدې کې دوه تنه انصار تیریدل او چې *نبي کریم ﷺ* یی ولید چټڪ سول ، نو ده ورته کړه: په کرار ځئ دا صفیة بن حیی ده! هغوي دواړو ویل: *سبحان الله د الله رسوله!* مطلب یی دا وو چې مونږ به اوس په تا باندې بد ګوماني کوو د الله رسوله! *نبی کریم ﷺ* ورته وفرمایل چې شیطان په انسان کې د وینې غوندې ګرځي او زه وویریدم چې ستاسو په زړونو کې څه بد ګوماني در ونه غورځوي! دوه لوی دريځونه دي ښه چورت پکې ووهه: لومړی دا چې: مدینه خورا امن وه او که صفیة د شپې یوازې هم ستنه شوی وی، نو د کوم شي ویره نه وه، خو *نبي کریم ﷺ* له اعتکافه راوځي او هغه تر کوره رسوي، هغه پدې هم پوهیده چې صفیې لاره لیدلې ده، خو ده غوښتل چې هغه پوه کړي، چی دی ورته پام کوي! کله دا ضرور نه وي چې ته ورته ووایی چې په ما ډيره ګرانه یی، ځينې واړه دریځونه او د ژوند عادي چارې شته چې د 《 *په ما ګرانه یی* 》له ټکو ډير زور پکې وي! کله دې يې خولې ته د يوې ګولې ور جیګولو تکلیف کړی دی، یا دې له سرکه د تیریدو پر محال له لاسه نیولې ده، او یا دې د یخنۍ پر محال خپل څادر د هغې په اوږو اچولی ده؟ ځیني شیان ډیره سختي نه غواړي خو د هغې په نزد ډيره لویه معنی لري! دوهم دا چې: سره له دې چې *هغه ﷺ* لدې لوی وو چې بد ګوماني پرې وشي د زمزم اوبو په څير پاک او له تصور پورته پرهیز ګار وو، خو بیا یی هم سړي ودرول او پوه یی کړل چې دا ښځه کومه چې له ده سره ده دا یی خپله بی بی صفیة ده! هغه ﷺ غوښتل مونږ پوی کړی، چې یوازی دا بس نه ده چې انسان حرام کارونه پریږدي، بلڪې د شک له هغه ځایونو هم ځان خوندي وساتي، چې خلکو ته دا شک ور اچوي چې دا په حرامو ور ګډ دی. د شک په ځای کې ځان مه راوله، چی خلک درباندی بد ګومانی ونه کړی، د بشري نفس طبیعت دا دی چې د نورو په کړنو بد ګومانه وي، د نشو او تماشو په مجلس مه ور ګډیږه، اګر که د نصیحت لپاره ورځې، ځکه چې کوم خلک تا هلته ویني دستي دا ګمان کوي چی ته هم ور سره یی! د نصيحت وخت او ځای مالوم وي. بالمقابل په خلکو بد ګوماني مه کوه، که څوک دې له کومې ښځې سره په خبرو ولید، نو ضرور نه ده چې دواړه به څه اړیکه لري، او ستا سر چې له کومو خیالاتو ډک دی، هغه ښایی تش هغه وسوسې وي چې شيطان در غورځولي دي! هر سړی چې له کوم ګناهګار سره غږیږي، نو دا حتماً د هغه غوندې نه وي! ژوند کله لکه بازار داسې وي، دوه داسې کسان هم سره پکې مخ کیږي، چې دواړه به هیڅ یو بل پيژني نه، او د ټوپکو دکان کې د ښکار ټوپک هم خرڅیږي او د وژنې ټوپک هم، *نو بد ګوماني دې وغورځوه!*

❤️ 2
فکري يرغل
فکري يرغل
2/13/2025, 6:06:06 AM

#فتحِ_____سِند______تاریخ ⚔️ د مسلمانانو خویندو د عزت و آبرو لپاره اتلس کلن ځوان محمد بن قاسم بشپړ سِند فتحه کړ!!! 88 هجري کال کې د عربو یوه سمندري بیړۍ د اوسني سري لنکا (سیلون) ټاپو څخه بصره ښار ته روانه شوه پدغه بیړۍ کې د سیلون د پاچا لخوا خلیفه ولید بن عبدالملک لپاره قیمتي ډالۍ او مسلمانې ښځې هم وی، کله چې بیړۍ د اوسني پاکستان هیواد (سِند ولایت) کې دیبل بندرګاه ته ورسیده نو سمندري غلو هغه بیړۍ ونیوله حجاج بن یوسف د سِند (هندو پاچا) راجا داهر ته وولیکل: چې بیړۍ او مسلمانې ښځې باید را خوشې کړي خو هغه بخښنه وغوښتله چې د بیړۍ تښتوونکې طاقتوره غله دي او له هغوی سره جګړه زموږ د توان خبره نده حجاج بن یوسف په دیبل باندي برید لپاره دوه لښکرونه روان کړل لومړی د عبیداللّٰه بن نبهان السلمي په قومنده کې او دوهم لښکر د (بدیل البجلي) په قومنده کې متاسفانه دواړه بریدونه ناکام شول او دواړه مشران د سِند د فؤځونو سره جګړه کې شهیدان شول بالاخره حجاج پریکړه وکړه چې ټول سِند فتح کړي، ددې مقصد لپاره هغه د اتلس کلن ځوان محمد بن قاسم الثقفي په قومنده کې اسلامي لښکر روان کړ محمد بن قاسم د سند خاؤرې ته داخل شو ظالم راجا داهر ته یې جګړه کې ماتې ورکړه د دیبل زندان یې مات کړ او مسلمانانې ښځې او بندیان یې آزاد کړل، او د راجا داهر غوڅ شوی سر یې په غنیمت کې خلیفه ولید بن عبدالملک ته ډالۍ کړ. المصدر : فتوح البلدان کتاب📖 : البدایه والنهایة ......................................... ✍🏻: نجیب اللّٰه عادل

❤️ 1
فکري يرغل
فکري يرغل
2/12/2025, 3:08:58 AM

#ربیع___بن___عامرؓ___ځواب د فارس په ځمکه باندي د رستم دربار ته د اسلامي لښکر استازی ربیع بن عامر ؓ داخل شو هغه د فارسي پاچا رستم د دربار له شان شوکت او رعب څخه هیڅ متاثره نشو او د رستم په طرف ور روان شو، د ربیع بن عامر په لاس کې د جنګ نېزه وه هغې نیزې د رستم د دربار غوره قالین سوری سوری کړ د فارس پاچا رستم ربیع بن عامر څخه پوښتنه وکړه: هغه څه شی دی؟ چې عربان یې له خپلو دښتو څخه د یو زبرځواک (فارس) مقابلې ته راوویستل؟ د رسول اللّٰهﷺ پیاوړی صحابي ربیع بن عامر رضي اللّٰه عنه د فارسي پاچا په سترګو کې خپلې سترګې ښخې کړی بیایې ورته وویل: اللّٰهﷻ موږ د دې لپاره راليږلې يو چې خلک د خلکو له غلامۍ څخه آزاد کړو او د اللّٰهﷻ عبادت او بندګۍ ته یې دعوت کړو، او د دنيا له تنګ نظرۍ څخه یې د آخرت غوره ژوند ته اماده کړو، او د باطلو ادیانونو مذهبونو له ظلم څخه یې د عدل لورې یعنې اسلام طرف ته راغب کړو . ✍🏾: نجیب اللّٰه عادل

Link copied to clipboard!