
فکري يرغل
February 12, 2025 at 03:08 AM
#ربیع___بن___عامرؓ___ځواب
د فارس په ځمکه باندي د رستم دربار ته د اسلامي لښکر استازی ربیع بن عامر ؓ داخل شو هغه د فارسي پاچا رستم د دربار له شان شوکت او رعب څخه هیڅ متاثره نشو او د رستم په طرف ور روان شو، د ربیع بن عامر په لاس کې د جنګ نېزه وه هغې نیزې د رستم د دربار غوره قالین سوری سوری کړ
د فارس پاچا رستم ربیع بن عامر څخه پوښتنه وکړه:
هغه څه شی دی؟ چې عربان یې له خپلو دښتو څخه د یو زبرځواک (فارس) مقابلې ته راوویستل؟ د رسول اللّٰهﷺ پیاوړی صحابي ربیع بن عامر رضي اللّٰه عنه د فارسي پاچا په سترګو کې خپلې سترګې ښخې کړی بیایې ورته وویل:
اللّٰهﷻ موږ د دې لپاره راليږلې يو چې خلک د خلکو له غلامۍ څخه آزاد کړو او د اللّٰهﷻ عبادت او بندګۍ ته یې دعوت کړو، او د دنيا له تنګ نظرۍ څخه یې د آخرت غوره ژوند ته اماده کړو، او د باطلو ادیانونو مذهبونو له ظلم څخه یې د عدل لورې یعنې اسلام طرف ته راغب کړو .
✍🏾: نجیب اللّٰه عادل