فکري يرغل
فکري يرغل
February 13, 2025 at 06:06 AM
#فتحِ_____سِند______تاریخ ⚔️ د مسلمانانو خویندو د عزت و آبرو لپاره اتلس کلن ځوان محمد بن قاسم بشپړ سِند فتحه کړ!!! 88 هجري کال کې د عربو یوه سمندري بیړۍ د اوسني سري لنکا (سیلون) ټاپو څخه بصره ښار ته روانه شوه پدغه بیړۍ کې د سیلون د پاچا لخوا خلیفه ولید بن عبدالملک لپاره قیمتي ډالۍ او مسلمانې ښځې هم وی، کله چې بیړۍ د اوسني پاکستان هیواد (سِند ولایت) کې دیبل بندرګاه ته ورسیده نو سمندري غلو هغه بیړۍ ونیوله حجاج بن یوسف د سِند (هندو پاچا) راجا داهر ته وولیکل: چې بیړۍ او مسلمانې ښځې باید را خوشې کړي خو هغه بخښنه وغوښتله چې د بیړۍ تښتوونکې طاقتوره غله دي او له هغوی سره جګړه زموږ د توان خبره نده حجاج بن یوسف په دیبل باندي برید لپاره دوه لښکرونه روان کړل لومړی د عبیداللّٰه بن نبهان السلمي په قومنده کې او دوهم لښکر د (بدیل البجلي) په قومنده کې متاسفانه دواړه بریدونه ناکام شول او دواړه مشران د سِند د فؤځونو سره جګړه کې شهیدان شول بالاخره حجاج پریکړه وکړه چې ټول سِند فتح کړي، ددې مقصد لپاره هغه د اتلس کلن ځوان محمد بن قاسم الثقفي په قومنده کې اسلامي لښکر روان کړ محمد بن قاسم د سند خاؤرې ته داخل شو ظالم راجا داهر ته یې جګړه کې ماتې ورکړه د دیبل زندان یې مات کړ او مسلمانانې ښځې او بندیان یې آزاد کړل، او د راجا داهر غوڅ شوی سر یې په غنیمت کې خلیفه ولید بن عبدالملک ته ډالۍ کړ. المصدر : فتوح البلدان کتاب📖 : البدایه والنهایة ......................................... ✍🏻: نجیب اللّٰه عادل
❤️ 1

Comments