فکري يرغل
فکري يرغل
February 20, 2025 at 04:28 AM
#جابر___بن___سنان___البطاني د لمر او سپوژمۍ د خسوف د علت په هکله لومړی ځل معلومات د عباسیانو په دوره کې اسلامي ساینسپوهانو نړۍ ته وړاندي کړل!!! د بغداد په بیت الحکمت پوهانتون کې د علمُ الفلکیات نامتو مسلمان ساینسپوه جابر بن سنان البطاني د لمر او سپوژمۍ د خسوف ، کسوف (Lunar & Solar Eclipses) په اړه دقیق جدولونه جوړ کړل دغه ساینسي جدولونه د راتلونکو 850 کلونو لپاره د نړۍ د ستورپوهانو لپاره د معلوماتو بنسټ وګرځیدل، له #البطاني وروسته مصري ساینسپوه (ابنِ یونس) او ​​(ازرقیل) غوندي اسلامي ساینسپوهانو د قبلې د لوري تعین ، د لمر او سپوژمۍ د خسوف په هکله اساسي او ساینسي علتونه نړۍ ته تشریح کړل او د سپوږمۍ د بشپړ ګردش د محاسبې لپاره یې یو منظم جدولي سیسټم نړۍ ته معرفي کړ ، البطاني 1100 کاله وړاندي د لمریز کال اوږدوالی پیمایش کړ ، البطاني د اوسني کمپیوترې پیمایش پر تله یوازې 2 دقیقې او 22 ثانیې تېروتنه وکړه. دا د ساینس په ډګر کې د اسلامي عروج هغه زمانه وه چې د اروپا عیسایانو به ساینس ته د سحر (جادو) نوم ورکاوه. ✍️: نجیب اللّٰه عادل

Comments