فکري يرغل
فکري يرغل
February 22, 2025 at 04:03 AM
چا لۀ عبد الملک بن مروان وپوښتل: د مؤمنانو اميره، ډېر ژر زوړ شوې. عبد الملک بن مروان وويل: د جمعې ورځې خطبو زما ويښتۀ سپين کړل. څنګه به نۀ بوډا کېږم، زۀ خو هره اونۍ خپل عقل خلکو ته وړاندې کوم. خطبه ډېر سخت کار دی، خطبه ټولنه بدلوي، خطبه زړونه نرموي او د شپږو کاري ورځو د معصيت زنګ لۀ زړۀ صفا کوي. خو خبره دا ده چې زمونږ واعظان خطبې ته د خطبې پۀ سترګه نګوري، تش وخت ډکوي، خپل غږ او علميت ثابتوي او بس. مونږ لومړيتوبونه نۀ پېژنو، مونږ نده درک کړې چې شيطاني دعوت څومره چټک دی او رحماني دعوت څومره کمزوری روان دی. دجالي فتنې مو تر کورونو او زړونو راورسېدلې خو واعظ ترې خبر ندی، رواجونو ټولنه تباه کړه خو واعظ پۀ بې مورده مسائلو اخته دی. د ټولنې ايماني کچه ښکته کېږي، د واعظ سره غم نشته. څوک چې پر نېکيو د امر او د بديو نه پۀ نهي مکلف شوی د دعوت د اصولو پۀ کوڅه هم ندی ورتېر شوی، ورځ تر بلې لۀ اصلي تعبير خلک زړۀ بدي کېږي، واعظ دې دا مسائل بيان کړي. هسې خو ابن رشد ندي ويلي: کۀ ټولنه غریبه وي، واعظ ورته د زهد خبرې کوي او د کار روزګار نۀ، پدې پوه شئ چې دا واعظ ندی غل دی. سيد اکرم سعيدي

Comments