فکري يرغل
February 22, 2025 at 09:05 AM
قارون د خپلې زمانې بيليونر وو. د هغۀ د ژوند طرز يو څۀ جلا وو. ډېر خلک به يې لۀ ژوند متأثره کيدل، ارمان به يې کاوۀ چې مونږ هم داسې ژوند او شتۀ ولرو.
سورة القصص (۷۹) کې راځي:
فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ.
خلکو ته هغه د غټې برخې خاوند ښکارېدۀ. بني اسرايل دغه مهال غريب خلک وو، تازه لۀ اسارته خلاص شوي وو، دنيوي مرتبه يې ټيټه وه خو د ژوند طرز اختيارولو خوبونه يې ستر وو.
خبره دا ده چې کله ټيټ يې، د روپۍ درک درسره نۀ وي، کوم کار روزګار هم ونلرې او مورال دې دومره لوړ وي چې ځان درته انډريو ټاټ، ايلن ماسک او بل ګيټس ښکاري، دا خيالي خوبونه يوه ذهني ناروغي ده. د خپلې شړۍ سره پښې غځول پۀ کار دي. هغه خوبونه ووينئ چې تعبير يې پۀ لاس درځي.
د قارون لايف سټايل شايد يوازې بني اسرايلو ليدلی وو، قران ورته [فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ] کې لنډه اشاره کړې ده، مګر د دې زمانې ميليونران خپل لايف سټايل پۀ ټوله نړۍ ګوري، خپل قيمتي ساعتونه، څرخکې، ګاډي، څڼور نوټونه، سمندري کښتۍ او عالي اپارتمانونه شېبه پۀ شېبه انټرنټ ته ورکوي ځکه خو د ټولنې نوي فيصده غريبه ټولنه هماغه د بني اسرايلو خبره کوي: [يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ].
نو مسلمان ځوانه، ستاسو ايډيال به دغه شان کرکټرونه نۀ وي، هڅه وکړئ خپل تاريخ نه ځان خبر کړئ، د عثمان بن عفان، عبد الرحمن بن عوف او ابوبکر الصديق (رضي الله عنهم) پۀ څېر غني او شتمن خلک خپل ايډيال انتخاب کړئ.
سيد اکرم سعيدي