فکري يرغل
فکري يرغل
February 22, 2025 at 10:01 AM
د چا کورته چې ځې ړوند ننوځه او ګونګی را ووځه دا خبره مې ډېر په ماشومتوب کې اورېدلې وه نه پوهېږم چې ولې مې په دې ورځو کې په حافظه ازانګې کوي. کله وایم راشه د موټر په شیشه یې ولیکه که څه هم مهم دومره ډېر دی چې د خونې په دېوال ولیکل شي. دا هم راپه یادیږي؛له مشرانو سره یوې ملمستیاته تللای وم، بېرته چې راغلم په کور کې مې د کوربه د ډوډۍ دبې خوندۍ یادونه وکړه. مور مې راته وویل: فلانی مولوی صیب ډېر ښه سړی و، چابه چې مېلمه کړ چې هرڅومر کمزورې او بې خونده ډوډۍ به وه ده به یې بد صفت نه کاوه. له هغې وروسته ماته نه راپه یادیږي چې د چا دډوډۍ غیبت مې کړی وي. محمد عليم بسمل
❤️ 1

Comments