
قندانۍ
February 4, 2025 at 07:46 AM
وچ کلونه!
ادبیات د یوې ټولنې د ذهني رخ لپاره هغه وسیله کېدای شي، چې بې له دې چې ټولنه يې پر ځان بوج وبولي د ټولنیز ذهنیت د بدلولو، اړولو او روزلو لپاره کار ورکوي.
له ازادۍ وروسته په ادبي برخه کې خورا وچکالي راغلې، له څو محدودو کتابونو پرته په دې برخه کې کوم اثر نه دی خپور شوی، یو لامل يې ممکن دا وي چې سیاسي حاکمیت د ادبي پنځونو رخ ټاکي؛ یا يې هم پر ادبي تولیداتو مستقیماً اغېز لري او دا چې په پخوانۍ محتوا روږدي شوي شاعران او لیکوال ځانونه پردي، محدود یا مقید حسوي نو نه شي کولی د پخوا په څېر ادبي پنځونو ته دوام ورکړي.
خو هغوی؛ چې د سرښندنې په اړخ کې ولاړ و او د مقاومتي روحيې لپاره يې شعرونه، داستانونه او نور هنري اثار پنځول ولې چوپه خوله دي؟ ځکه دوی له سیاسي روحيې سره هم بلد او هم يې په هغو باریکیو سر خلاص دی چې ممکن نور ترې یو ډول وېره احساس کړي.
مهمه دا ده چې په ادبي پنځونو کې د همغږۍ لپاره کار وشي، شریکې سوژې هنري شي او د هنري اثارو د مخکتنو او ادبي مجالسو لپاره د یوه قشر په ګډونوالو بسنه ونه شي؛ هغوی چې سیاسي باریکۍ او ترېنګلتیا نه شي درک کولی باید د حکومتولۍ له پراخې سینې سره ښايي چې وزغمل شي.
هغوی چې د سرښندنې په کرښو، د هجرت په دیار او د غزا په ډګر کې يې هنري ټوټو د سرښندونکو روحیه ساتله، باید د چوکۍ په تکيې دا حس نه کړي چې نور يې کار پای ته رسېدلی؛ اوس د کار د پیل وخت دی، داسې چې د خپلې تیورۍ پر اساس ادبیات وپنځول شي او د همزولي او راتلونکي نسل د سالم ذوق روزلو فکر ورسره وي.
درنښت
اداره
❤️
👍
🌹
11