
قندانۍ
741 subscribers
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

ذاکر صاحب د قندانۍ اړوند وایي https://www.facebook.com/share/v/1BvX4JhGi7/

ادبي بحثونه_۲/ بشپړه خپرونه مېلمه: د انقلاب سرلاری شاعر، مولوي محمد هاشم ذاکر کوربه: دادمحمد ناوک ذاکر صاحب څوک دی؟ جګړه ییزې صحنې څنګه هنري کېدې؟ ایا خیال روزل کېدای شي؟ ... https://www.facebook.com/share/v/14L6S8ho7J/ ادرسونه: واتساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029Vb0rKeCAO7RHrvvfTb2w تلګرام: https://t.me/qndani ټویټر: https://x.com/AdabFikar فیسبوک: https://www.facebook.com/share/1U5aNBukqy/

بشپړه خپرونه دلته https://www.facebook.com/share/v/1UWAt7vsr8/

ادبيات انسان ته د ژوند خواږه ورڅکي ګل رحمن رحماني په پوهنتونو کې د نورو پوهنځيو محصلين د ادبياتو د زده کوونکو په اړه داسې فکر کوي چې دا خلک يوازې له ګل او بلبل سره سرو کار لري، شعر و شاعري ده، خبرې دي او يا بس يوازې د حسن او ښکلو صفتونه. ښايي دلته يوه ستونزه دا وي چې موږ ادبيات د ټولنيز ارزښت له مخې هسې نه دي تدريس کړي يا مو نه دي تعريف کړي، څو د محصل په شخصيت او فکر کې دې په هغه ډول را څرګند شي چې ادبيات يې تمه کوي. ادبيات انسان ته ور زده کوي چې خپلې بدۍ، بدرنګۍ او خامۍ څنګه لرې او خپل ژوند ښايسته کړي. د نورو پر وړاندې د عاطفې، احساس، خواخوږۍ او نزدېوالي بشري اړيکه څنګه پياوړې کړي، څو پر مټ يې د بشري ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره د نورو مسلکونو اړوند وګړي د خپل کسب و کار، مسلک او مسووليت ښکلا ته متوجه کړي او انسان ته يې د يوې سوکاله ټولنې د رامنځته کولو لپاره په خوږه او عاطفي ژبه وهڅوي، ځکه دوى پوهېږي او د هغو انسانانو پر وړاندې مسووليت لري چې لا يې د پوهې او درک ځواک بيده دى. ادبيات که کاري او اقتصادي بحرانونو او ننګونو ته ځواب نه شي ويلى، خو زموږ نړۍ ليد ته بدلون ورکولى شي، څو انسان ته يوه نوې تګلاره ترسيم کړي، په ځانګړي ډول د انسان اړوندو مسايلو کې. ما چې کوم کسان ياد کړل، په يوه لحاظ ځکه په حقه دي چې ادبياتو د سوداګرۍ، اقتصاد، حقوقو او نورو علومو د ټولنيزې ښکلا او انساني اړتيا په اړه کمې خبرې کړې، که وي هم ډېرې محدودې دي. موږ چې په هره برخه کې فعاليت کوو، بيا هم په نهايت کې له انسان سره مخ يوو چې هر څه يې د هغه له چلند او کړو وړو سره تړلي دي، هغه موجود چې پېچلې او متضادې غوښتنې يې هره ورځ نوى رنګ او بڼه خپلوي، ددغه بدلونونو او تضادونو تر منځ اړيکې د ادبياتو له لارې په ښه ډول درک کولى او روزلى سو. انسان د ادبياتو په وسيله کولى شي چې خپل چلند وننګوي او د خپلو تمايلاتو د درک لپاره ساده لارې چارې وړاندې کړي، ځکه چې دى تل منطقي چلند نه کوي، چلند يې د شمېرو او ارقامو په څېر ثابت نه دى. ادبيات زموږ سره په داسې وړاندوينو کې مرسته کوي چې د اقتصادي- ساینسي تحليل او تجزيې له مخې امکان نه لري، خو کولى شو چې د همدې وړاندوينو له مخې پر خپلو همکارانو، شريکانو او هغو کسانو تکيه وکړو چې ورسره سروکار لرو. ادبي ژانرونه د خپلې محتوا له مخې د بېلګو او کرکټرو له لارې د دا ډول فضا د رامنځته کولو مسووليت لري. په دا ډول اثارو کې د انساني ژوند پېچلتياوې داسې انځور شوې چې موږ تر ډېره پورې د ننيو انساني اړتياوو او ستونزو تل ته رسوي له بېلابېلو زماني واټونونو سره مو اشنا کوي. موږ که هر څومره پوهه او تجربه ولرو، خو بيا هم په هر حال کې د بېلابېلو ټولنيزو، اخلاقي او اقتصادي مسايلو او د ټولنې د اوسېدونکو تر اغېز لاندې يوو. د دوى احساسات، غم، ښادي، جنجالونه او زيانونه په هر ډول زموږ له بريا سره تړاو لري. د انسان چلند او ظرافتونه بايد هېڅکله له پامه ونه غورځول شي. انساني کسب و کار تر ټولو با ثباته کار دى. ادبيات د انساني احساساتو لکه صبر، غرور، حسادت، مهربانۍ، مينې، سخاوت، مېړانې او ريښتينولۍ په اړه خبرې کوي. شعر او داستان په بېلابېلو ادبي لارو موږ د خپل شاوخوا او همبڼو له حالت خبروي چې په بېلابېلو موقعيتونو کې ژوند کوي، خو موږ ورسره خپلو اړيکو ته چندان پام نه دى کړى، يا راته بيخي عادي ښکاري. همدا ادبي متون دي چې مطالعه يې موږ د انسان رښتيني ژوند ته نږدې کوي او هم راته د ځان پېژندنې زمينه مساعدوي. د ادبياتو په دنيا کې ورکېدل مو د نورو انسانانو ژوند ته رسوي. له انساني اړتياوو، مجبوريتونو، ماسيو او هيلو مو خبروي او ددې اګاهي په هنداره کې بيا خپل ځان ګورو. د رحمان بابا شعرونه که د ټولنيزو اخلاقو، انسانيت او خداى پېژندنې درس راکوي، د خوشحال بابا اثار مو د رزم و بزم، پښتونوالې او ازادۍ له خوږو سره اشنا کوي. د نصیراحمد احمدي داستانونه مو د ژوند د هغو شېبو په قدر پوهوي چې موږ ته عادي ښکاري او هېرې کړې مو دي. د ننګيال او باراني شعرونه راته وايي چې له طبعيت او ژوند سره سرسري چلند مه کوئ، په کې ننوځي او ځان پيدا کړئ. دوى مو که حل لارې ته ونه رسوي، نو تر لږه مو ذهن کې داسې پوښتنې ايجادوي چې ورسره مو ذهن غوړېږي او د ځواب لپاره مو نورو لارو چارو ته د ذهن تړلې کړکۍ پرانېزي. ادبيات يوازې د ليکلو تاکتيک، سرګرمي او د وخت تېرولو وسيله نه ده، بلکې په ژوند کې د فردي ودې، متفکرانه ارزونې، تصميم نيولو او ټاکنې لاره ده. ادبيات تل د خلکو او ژوند په اړه خبرې لري. سخت زړي انسانان په عاطفي او مثبتو انسانانو بدلوي. پاى

وچ کلونه! ادبیات د یوې ټولنې د ذهني رخ لپاره هغه وسیله کېدای شي، چې بې له دې چې ټولنه يې پر ځان بوج وبولي د ټولنیز ذهنیت د بدلولو، اړولو او روزلو لپاره کار ورکوي. له ازادۍ وروسته په ادبي برخه کې خورا وچکالي راغلې، له څو محدودو کتابونو پرته په دې برخه کې کوم اثر نه دی خپور شوی، یو لامل يې ممکن دا وي چې سیاسي حاکمیت د ادبي پنځونو رخ ټاکي؛ یا يې هم پر ادبي تولیداتو مستقیماً اغېز لري او دا چې په پخوانۍ محتوا روږدي شوي شاعران او لیکوال ځانونه پردي، محدود یا مقید حسوي نو نه شي کولی د پخوا په څېر ادبي پنځونو ته دوام ورکړي. خو هغوی؛ چې د سرښندنې په اړخ کې ولاړ و او د مقاومتي روحيې لپاره يې شعرونه، داستانونه او نور هنري اثار پنځول ولې چوپه خوله دي؟ ځکه دوی له سیاسي روحيې سره هم بلد او هم يې په هغو باریکیو سر خلاص دی چې ممکن نور ترې یو ډول وېره احساس کړي. مهمه دا ده چې په ادبي پنځونو کې د همغږۍ لپاره کار وشي، شریکې سوژې هنري شي او د هنري اثارو د مخکتنو او ادبي مجالسو لپاره د یوه قشر په ګډونوالو بسنه ونه شي؛ هغوی چې سیاسي باریکۍ او ترېنګلتیا نه شي درک کولی باید د حکومتولۍ له پراخې سینې سره ښايي چې وزغمل شي. هغوی چې د سرښندنې په کرښو، د هجرت په دیار او د غزا په ډګر کې يې هنري ټوټو د سرښندونکو روحیه ساتله، باید د چوکۍ په تکيې دا حس نه کړي چې نور يې کار پای ته رسېدلی؛ اوس د کار د پیل وخت دی، داسې چې د خپلې تیورۍ پر اساس ادبیات وپنځول شي او د همزولي او راتلونکي نسل د سالم ذوق روزلو فکر ورسره وي. درنښت اداره

د کابل د قلعه جواد کبار مشایخ سید علوي آغا حضرت نورالمشایخ فضل عمر مجددي قدس الله سره دوه بچيان لرل؛ حضرت شيخ فضل عثمان مجددي رح او حضرت ضياءالمشاٸخ محمد ابراهيم مجددي رح. حضرت ضياء المشایخ محمد ابراهيم مجددي رحمة الله تعالى عليه د حضرت فضل عمر مجددي نورالمشايخ قدس الله سره دویم زوى و. حضرت ضياء المشایخ د حضرت نورالمشايخ تر وفات وروسته د کابل د قلعه جواد په خانقاء کې د ارشاد په مسند کېناست. حضرت ضياء المشایخ ستر ديني عالم، په تصوف او سلوکو کې وتلى روحاني شخص او په "ضياء المشايخ" ملقب و. د خانقاء او طريقت د سلوکو تر څنګ يې د نورالمدارس د مدرسې اداري چارې هم پر غاړه وې او له خپل مبارک پلار وروسته يې په داسې حال کې، چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د ګوتو په شمېر مدرسې وې؛ ياده مدرسه نوره پراخه کړه. نورالمدارس مدرسه د کابل تر پوهنتون په عمر لوړه وه او د حبيبيه ښوونځي هم سنه وه؛ يعنې د امير حبيب الله خان په زمانه کې جوړه شوې وه. تقريباً ١١٠ کاله پخوا ياده مدرسه د سلګونو طلباءکرامو مرکز و. فارغینو ته يې د مولوي توب د فراغت سند ورکول کېده او په سلګونو فارغین يې ټولنې ته وړاندې کړي دي. مفتي أعظم افغانستان، حضرت مولوي عبدالعلي الديوبندي رح یې په اړه ويلي: "زه مسلسل څلور کاله وګرځېدلم او مسلسل سفرونه مې وکړل، ما د قلعه جواد مجددي خانقاء د شيخ حضرت ضياءالمشایخ غوندې فرمانبردار مرشد بل ونه ليد او ما د ده په اعمالو، افعالو، مجالسو او خانقاء کې د فرضو او سنتو څه؛ حتى د مستحباتو خلاف نقص هم ونه ليد." حضرت مولوي صاحب بيا پسې زياتوي چې "بیا مې څلور کاله وروسته له حضرت ضياء المشایخ رح سره بيعت وکړ." حضرت ضياء المشايخ رح څلور بچيان درلودل؛ محمداسمعيل مجددي، محمد اسحق مجددي، محمد يعقوب مجددي او احمد ضياء مجددي. مشر زوى يې شيخ محمد اسمعيل مجددي يو عالم شخص و، په تصوف کې لوړ مقام الله عزوجل ور په برخه کړى و. د نور المدارس د مدرسې د خدمت تر څنګ يې د (خدام الفرقان) په نوم يو تنظيم جوړ کړ او د هغه چارې يې هم پر مخ وړلې او د (نداء حق) په نوم يې يوه جرېده هم خپروله. حضرت شهيد ضياءالمشایخ محمد ابراهيم مجددي قدس الله سره يو ستر مجاهد، ولي کامل او عالم شخصيت و، چې له خپلې کورنۍ، خپلوانو او منسوبينو سره په ١٣٥٧هـ. ش کال د وخت د کمونیستي دولت له لوري بندي شو. وروسته يې د کور مېرمنې او لمسیان د ابوبکر مجددي په شمول را خلاص شول، خو په خپله دى مبارک او څلور زامن يې د محبس وحشي ځناورو شهيدان کړل. دې پتمنې، عمري مجددي افغانې کورنۍ په زندانونو او جهاد کې ۱۸۳ نفره شهيدان ورکړي؛ رب لايزال دې د افغانستان شهيدان د حوض کوثر په اوبو اوبه کړي. *دا لیکنه د قندانۍ دویمه ګڼه کې خپره شوې، دلته یې ښکته کولی شئ!* https://t.me/qndani/391

*قاري احمدالله احمدي/ کندهار میوند:* قندانۍ مې A4کې پرینټ او په بشپړه توګه مې په ډېر شوق وکتله، راروانې هغې ته یې په بې صبري انتظار کوم.