قندانۍ
قندانۍ
February 9, 2025 at 06:42 PM
د کابل د قلعه جواد کبار مشایخ سید علوي آغا حضرت نورالمشایخ فضل عمر مجددي قدس الله سره دوه بچيان لرل؛ حضرت شيخ فضل عثمان مجددي رح او حضرت ضياءالمشاٸخ محمد ابراهيم مجددي رح. حضرت ضياء المشایخ محمد ابراهيم مجددي رحمة الله تعالى عليه د حضرت فضل عمر مجددي نورالمشايخ قدس الله سره دویم زوى و. حضرت ضياء المشایخ د حضرت نورالمشايخ تر وفات وروسته د کابل د قلعه جواد په خانقاء کې د ارشاد په مسند کېناست. حضرت ضياء المشایخ ستر ديني عالم، په تصوف او سلوکو کې وتلى روحاني شخص او په "ضياء المشايخ" ملقب و. د خانقاء او طريقت د سلوکو تر څنګ يې د نورالمدارس د مدرسې اداري چارې هم پر غاړه وې او له خپل مبارک پلار وروسته يې په داسې حال کې، چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د ګوتو په شمېر مدرسې وې؛ ياده مدرسه نوره پراخه کړه. نورالمدارس مدرسه د کابل تر پوهنتون په عمر لوړه وه او د حبيبيه ښوونځي هم سنه وه؛ يعنې د امير حبيب الله خان په زمانه کې جوړه شوې وه. تقريباً ١١٠ کاله پخوا ياده مدرسه د سلګونو طلباءکرامو مرکز و. فارغینو ته يې د مولوي توب د فراغت سند ورکول کېده او په سلګونو فارغین يې ټولنې ته وړاندې کړي دي. مفتي أعظم افغانستان، حضرت مولوي عبدالعلي الديوبندي رح یې په اړه ويلي: "زه مسلسل څلور کاله وګرځېدلم او مسلسل سفرونه مې وکړل، ما د قلعه جواد مجددي خانقاء د شيخ حضرت ضياءالمشایخ غوندې فرمانبردار مرشد بل ونه ليد او ما د ده په اعمالو، افعالو، مجالسو او خانقاء کې د فرضو او سنتو څه؛ حتى د مستحباتو خلاف نقص هم ونه ليد." حضرت مولوي صاحب بيا پسې زياتوي چې "بیا مې څلور کاله وروسته له حضرت ضياء المشایخ رح سره بيعت وکړ." حضرت ضياء المشايخ رح څلور بچيان درلودل؛ محمداسمعيل مجددي، محمد اسحق مجددي، محمد يعقوب مجددي او احمد ضياء مجددي. مشر زوى يې شيخ محمد اسمعيل مجددي يو عالم شخص و، په تصوف کې لوړ مقام الله عزوجل ور په برخه کړى و. د نور المدارس د مدرسې د خدمت تر څنګ يې د (خدام الفرقان) په نوم يو تنظيم جوړ کړ او د هغه چارې يې هم پر مخ وړلې او د (نداء حق) په نوم يې يوه جرېده هم خپروله. حضرت شهيد ضياءالمشایخ محمد ابراهيم مجددي قدس الله سره يو ستر مجاهد، ولي کامل او عالم شخصيت و، چې له خپلې کورنۍ، خپلوانو او منسوبينو سره په ١٣٥٧هـ. ش کال د وخت د کمونیستي دولت له لوري بندي شو. وروسته يې د کور مېرمنې او لمسیان د ابوبکر مجددي په شمول را خلاص شول، خو په خپله دى مبارک او څلور زامن يې د محبس وحشي ځناورو شهيدان کړل. دې پتمنې، عمري مجددي افغانې کورنۍ په زندانونو او جهاد کې ۱۸۳ نفره شهيدان ورکړي؛ رب لايزال دې د افغانستان شهيدان د حوض کوثر په اوبو اوبه کړي. *دا لیکنه د قندانۍ دویمه ګڼه کې خپره شوې، دلته یې ښکته کولی شئ!* https://t.me/qndani/391
❤️ 🌲 🥦 13

Comments