قندانۍ
قندانۍ
February 14, 2025 at 12:44 PM
مسلمان کېميا پوهان دا کتاب چې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي، څېړندوی عمران لايق علمي-څېړنيز اثر دی، د سريزې سربېره په څلورو څپرکيو مشتمل دی. د کتاب په لومړي څپرکي کې په اسلامي تمدن کې د ساينس او کېميا په پيل، د الشيمي بدلون په کېميا او په غربي تمدن د عربي ساينس اغېزو باندې رڼا اچول شوې ده. په دویم څپرکي کې د اسلامي کېميا پوهانو لومړۍ دوره سپړل شوې، چې د دې دورې د مشهورو پوهانو (خالد بن يزيد، جابر بن حيان، ذوالنون مصري، الرازي، الفارابي او ابن وحشية) لنډه پېژنده، د دوی اثارو ته لنډه کتنه او د کېميا په پرمختګ کې د دوی ونډې تحليل شوې دي. په درېيم څپرکي کې د اسلامي کېميا پوهانو منځنۍ دوره سپړل شوې. د دې دورې د مشهورو پوهانو (القرطبي، ابن سينا او ابو ريحان البيروني) لنډه پېژنده، د دوی اثارو ته کتنه او د کېميا په پرمختګ کې د دوی ونډې ته کتنه شوې او تحليل شوې ده. په څلورم څپرکي کې د اسلامي کېميا پوهانو وروستۍ دوره سپړل شوې. د دې دورې هم د مشهورو پوهانو (ابو منصور، الطغرايي او الجلدکي) لنډه پېژنده، د دوی اثارو ته کتنه او د کېميا په پرمختګ کې د دوی ونډې راوړل شوې دي. کتاب په مشخصو وړانديزونو او مأخذونو پای ته رسېدلی دی. دا چې په هېواد کې په پښتو ژبه د مسلمانو کېميا پوهانو په اړه په پوهنتوني کچه لا تر اوسه ډېر لږ مواد شته او د پام وړ ليکنې نه دي شوې؛ نو ځکه ليکوال د اسلامي او ملي وجيبې له مخې دې نيمګړتيا ته په پام د يوه کوچني کتاب په شکل دا مهمه موضوع سپړلې او غواړي چې د کېميا مينه‌والو ته يې ورسوي. دا کتاب په ځانګړي ډول د کېميا څانګې او ټولو هغو څانګو چې کېميا په کې تدريسېږي، د استادانو او زده کړيالانو لپاره او په ټوله کې د کېميا مينه‌والو لپاره خورا ګټور او اړين بولو، تر څو په کېميا کې د هېر شويو مسلمانو پوهانو له خدمتونو څخه لا ډېر خبر شي او لا پوهه ترلاسه کړي. د ساينسي علومو په ځانګړي ډول د کېميا په پرمختګ کې د مشهورو اسلامي پوهانو د لاسته راوړنو ساتل او يادول د اسلامي ټولنې لپاره د کټلسټ په توګه عمل کوي، تر څو د مسلمانانو ځوان نسلونه له خپلې وياړلې ماضي الهام واخلي، د وخت اړين علومو کې زده کړې او نوښتونه وکړې او بېرته د ساينس د رهبري ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
❤️ 3

Comments