قندانۍ
قندانۍ
February 16, 2025 at 06:09 PM
پاک زړه که روغ بدن؟ مولوي عبدالرقیب رقیب پاک زړه دومره غټ نعمت دی چې تعبير يې نه‌شي. که الله تعالی ماته د پاک زړه او روغ بدن ترمنځ اختيار راکړي؛ زما غوښتنه به د الله جل جلاله فضل وي، خو انتخاب به مې پاک زړه وي. زړه چې له نفرت، حسد، عناد، بغض، کبر، ريا، عجب او نورو چټليو پاک وي؛ ژوند به باغ باغ وي. د اندامونو مرض که هر څومره سخت شي ګوزاره ورسره کېږي، أقلًا د خلکو خواخوږي درسره وي؛ حتی ګناهونه ورباندې کمېږي. مګر د زړه مرض دومره ځپونکی دی چې تصور يې نه‌شي، نه د خلکو زړه‌سوی جلبوي او نه د انسان ګناهونه ورباندې کمېږي؛ بلکې د زړه مرض خپله ګناه ده. زړه چې مريض کېږي اساسي علت يې په خپل ځان مينتوب ده. څوک چې له ځان سره څومره زياته مينه لري، هغومره به يې زړه مريض او له مرضونو ډک وي. د ژوند په خوند يواځې هغوی پوهېدلی شي چې زړونه يې پاک وي.
❤️ 👍 8

Comments