قندانۍ
قندانۍ
February 17, 2025 at 10:27 AM
عصري_ کيسه ګۍ عبدالرحمان هاشمي مستري د ټې وي په نصبولو اخته و. کار چې خلاص شو، ګل مير ماشومانو ته مخ کړ، جدي يې ووېل: ګورئ، لاس به نه وروړئ، څه شی به خراب کړئ. د ټې وي په پرده صحنې اوښتلې، دا لومړۍ ورځ ډېره عجيبه وه؛ ټول چوپ ناست وو، ماشومانو ته د ډرامې لوڅ سر ښځې او نیمه بربنډې صحنې جالبې وې، خو څو ورځې وروسته دا هر څه عادي شول، د دې کورنۍ غړي د هندوانو په رواجونو وپوهېدل، انجونو او ماشومانو به کوښښ کاوه، چې کړنې او لباس د ډرامې د هېروګانو په څېر کړي. دوی ته بوت، مندر، مړي سوځول او نورو هندي رواجونو په زړه کې هيڅ نه ورګرځول، بد يې نه ځنې راتلل. هر وخت به د آذان غږ د ډرامې په لوړ غږ کې ورک و، لمونځونه قضا کېدل او د شپې تر ناوخته ډرامو ته ناسته عادي شوه. ګل مير ته ځان تر نورو خلکو عصري ښکارېده، خو نه پوهېده چې په خپل کور يې د تباهۍ کړکۍ خلاصه کړې.
❤️ 4

Comments