قندانۍ
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 18, 2025 at 04:20 PM
                               
                            
                        
                            تسلیت!
ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان؛ زه دې بابا کړمه!
نن د حضرت حمزه بابا رحمه الله یو دېرشم تلین دی، هغه چې د خیبر له درې يې د پښتو شاعرۍ د نازک صنف - غزل- نوی رنګ او بېله لار را منځته کړه. 
حضرت حمزه بابا رحمه الله نه یوازې په پښتو شاعرۍ په تېره غزل کې د نوي خوند او دم سا پو کړه، بلکې پښتو نثر کې يې هم د سفرنامې او داستان تر څنګ په تصوف کې د پام وړ متني پانګه پرېښوده. 
«غونچک»، «انسان او خدای» او همدارنګه «مکتوبات حمزه» د حضرت حمزه بابا رحمه الله له هغو اثارو ګڼلی شو، چې د نوموړی تصوفي لید، ژورتیا، پوخ استدلال او صوفیانه ځراکت پکې په ډاګه ښکاري. 
قندانۍ؛ د پښتو ادب د دې ممتاز سرخېل د تلین په مناسبت ورته د دعا لاسونه لپه کوي او له فرهنګي کهوله يې د اثارو د لوست، خپراوي او پرې بحث توقع لري. 
الله عزوجل دې يې وبښي. 
درنښت
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            🫀
                                        
                                    
                                        
                                            🌲
                                        
                                    
                                        
                                            🌹
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                    
                                        9