قندانۍ
قندانۍ
February 27, 2025 at 09:18 PM
د تاریخ له دریڅې - ۲ د علماوو یو نیم میاشتنی اعتراض "په ١٩٦٨م کال کې له صدراعظم نور احمد اعتمادي څخه د استيضاح په غونډه كې چې زه هم د سامع په حيث حاضر وم، د بادغېس د مرغاب د ولسوالۍ وکيل غلام رباني شملزي صدراعظم ته وويل چې په مسکو کې د غلام سخي غيرت په نامه يوه افغان محصل قرآن شریف ته اهانت کړی دی او حکومت بايد د دغې موضوع تحقيق وكړي خو حکومت د دغې موضوع پوښتنه و نه کړه. په ١٩٦٨م کال کې د اصلاح په حکومتي ورځپاڼه کې د ( مرد نه زنه) تر عنوان لاندې يو كاريكاتور خپور شو، چې ځينو خلکو به ويل چې د دغه كاريكاتور هدف (رسول الله صلی الله علیه وسلم) دی. د اصلاح د ورځپاڼي دغه کاريکاتور د غربي المان د مطبوعاتو څخه اخیستل سوی و چې دغه کاريکاتور، په اول کې د اسرائیلو په مطبوعاتو كې خپور سوی و. - د کابل په سینماګانو کې د حضرت یوسف علیه السلام په نامه يو فلم په نمایش ایښودل سوی و چې د دغه فلم ځينې برخې د اسلام پر ضد وې. - د پرچم په جريدې کې پر لینن درود ویل سوی و. د پورتني اسلام ضد نشراتو او پېښو خبرونه، د افغانستان شورا او د هېواد عامو خلکو ته ورسېدل. د ۱۹۷۰م کال د اپريل او می په مياشتو کې د هېواد د ډېرو سيمو ملايان او طالبان د پل خشتي په مسجد كې د ٤٣ ورځو لپاره سره یو ځای سول، دوی په دغه مسجد کې د دولت او حکومت پر ضد خطبې ورکولې او د دغو علماوو يو مشر مولوي فيضاني و چې هلته يي اسلامي احکام بیانول. په مسجد كې د علماوو او عامو خلکو شمېر مخ پر زياتېدو و، د کابل ښاريانو له ديني علماوو سره ډېره همدردي وښووله، سوداګرو او عامو خلکو به هره ورځ پخه ډوډۍ مسجد ته وروړه. حکومت په غير مستقيم طور د ديني علماوو د ځينو مشرانو سره خبرې وکړې؛ ولې دغه خبرې ناکامې سوې. په دې دليل چې د ديني علماوو غوښتنې، هره ورځ ډېرېدلي خو په پای کې دوی ډېرې پراخې غوښتنې وړاندې کړې. دوی په هيواد کې د اسلامي شريعت او حنفي مذهب، د كامل تطبيق غوښتنه کوله. دوی د پوهنې د وزارت د تعلیمي نصاب او د نجونو د تحصيل موضوع او د اسلامي حجاب مسئله هم مطرح کړه. " افغانستان د ډیموکراسۍ او جمهوریت په کلونو کې/ ۱۲۰_۱۲۱مخونه؛ عبدالغفار فراهي
❤️ 🌹 👍 5

Comments