ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
February 14, 2025 at 07:49 AM
*مهم خبر* ‏د اسلامي امارت وياند مولوي ‎#ذبيح‌الله_مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دلوې/سلواغې ‎#۲۶مه د افغانستان په تاريخ کې يوه له وياړه ډکه او د الله "جل جلاله" د شکر ورځ بللې ده. ښاغلي مجاهد ويلي، چې د پخواني ‎#شوروي اتحاد په وړاندې د ټول ‎#افغانانو او مسلمانانو جهاد، مبارزې، قربانۍ، هجرتونه او تکليفونه د دې سبب شول، چې د وخت شوري قوت مات او له دې خاورې يې وباسي. د اسلامي امارت وياند دغه راز ويلي، چې د تیرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ څخه باید په راتلونکي کې ‎#متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره زموږ د خپلواکۍ او حریت په ضد ګام پورته نه کړي. مولوي ‎#ذبيح‌الله مجاهد له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د تېر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسيسو په وړاندې بيدار و اوسي او د خپل کلک عزم او اسلامي وحدت په ساتلو سره خپلو اسلافو لار تعقيب کړي او خپل دين، عقيده او خپلواکي وساتي. _*فكـ_ـري جـ_ـګـ_ـړه پښــــتـو*_
❤️ 👍 2

Comments