ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
ENGLISH LANGUAGE INSTITUTE
February 17, 2025 at 08:04 AM
#اسماعیل____بن____الرزاز___الجزاري د بشر په تاریخ کې لومړی ځل د ساینسي روباټ نظریه اسلامي انجینیرانو نړۍ ته وړاندي کړه!!! غربپاله ملحدین او سیکولران د روباټ د اختراع نظریه امریکایې ډرامه ساز (کارل کیپک) Karel Čapek ته منسوبوي لاکن داسي نده، 800 کاله وړاندي یعنې د عباسيانو په اسلامي خلافت کې مسلمان عرب فلکیاتي ساینسدان او دیني عالم امام (اسماعیل بن رزاز الجزاري) لومړی ځل د ډیاګرام په مرسته د انساني شکل روباټ مفکوره نړۍ ته وړاندي کړه، د عصري نړۍ ګڼ شمیر ماشینونه او ټیکنالوژې آلات د #الجزاري د ساینسي نظریاتو او کتابونو په بنسټ باندي ترمیم او اختراع شول پدغه اساس مسلمان ساینسدان #الجزاري د ساینس په تاریخ کې father of robotics" یعنې د (روباټ جوړونکو پلار) بلل کیږي. د خلافتونو له سقوط وروسته غرب د مسلمانانو اختراعات خپل ځان ته منسوب کړل، دا د انسانیت لویه بدبختي وه چې اسلام ټول عمر په نړۍ باندي حاکم نشو . _*فكـ_ـري جـ_ـګـ_ـړه پښــــتـو*_
👍 ❤️ 3

Comments