Shoor Media / شور میډیا
Shoor Media / شور میډیا
January 31, 2025 at 05:44 PM
کابل کې سرینا هوټل خپل خدمات وتړل. د سرینا هوټلونو ګروپ اعلان کړی چې د دغه هوټل د مدیریت چارې ترې دولتي شرکت (HSOC) پخپله ولکه کې اخېستي. د یاد هوټل مسؤلینو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، "دوه لسیزې یې په نړیوالو معیارونو د خپلو مېلمنو خدمت وکړ خو فبرورۍ میاشت کې خپل فعالیتونه ځنډوي" د کابل سرینا هوټل چې ارګ ته نږدې دی شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی. سرینا هوټلونو ګروپ په ۹هېوادونو کې ۳۳ څانګې لري، چې بهرني مېلمانه پکې پالل کیږي. *** www.shoormedia.com
😢 2

Comments