
Shoor Media / شور میډیا
2.1K subscribers
About Shoor Media / شور میډیا
تازه خبرونه او بېلابېل مهم مطالب، د شور میډیا په وټساپ چېنل کې وڅارئ.
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

له امریکا وروسته، اروپايي ټولنه هم پر سوریې لګېدلي بندېزونه لېرې کوي. د فرانسې خبري اژانس راپور له مخې، د اروپايي ټولنې ټولو ۲۷غړیو هېوادونو استازو هوکړه کړې چې پر سوریې لګېدلي بندېزونه لېرې او ډېر ژر رسمي اعلان وکړي. پر سوریې لومړي پراخ بندېزونه د ۲۰۱۱ کال په ترڅ کې لګول شوي وو، کله چې د بشار الاسد رژیم پر ضد ولسي پاڅونونه پیل شول. دا بندېزونه د بشري حقونو د سرغړونو، تاوتریخوالي، او د ولسي خلکو د ځپلو له امله لګېدلي وو. ***


د مبایل روږدو لپاره؛ امریکا کې یو نوي پېل شوي شرکت داسې مبایل جوړ کړی چې تشه ښیښه ده. دغه آلې ته یې د میټافون نوم ایښی او بیه یې ورته ۲۰ډالر ټاکلی، خو په اصل کې مبایل نه دي او یواځې د ځیرک تلیفون بڼه لري. دا د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې د موبایل پر استعمال روږدي دي، بار بار پر جیبونو ګوتې وهي او یا خالي لاسونه خوند نه ورکوي. "میټافون" د سمارټ فون شکل او احساس په نقل کولو سره د تلیفون روږدي کیدو سره مبارزه او د تلیفون کارولو په اړه د صحي عادتونو رامینځته کولو کې مرسته کوي. میتافون یو تکتیک تجربه وړاندې کوي، کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د تلیفون کارولو فزیکي عادت پوره کړي. ***


د پورونو له وجې، هند کې د یوې کورنۍ ۷غړو ځان وژنه کړې. د هند پنچکوله سیمه کې د یوې کورنۍ اوو غړو د پورونو له وجې د زهرو په خوړولو ځانونه مړه کړي. د پونیت رانا په نوم یو عیني شاهد د انډیا ټودی ورځپاڼې ته وايي چې، "د شپې پرمهال له خپل ملګري سره روان و، چې یو ولاړ موټر یې ولیده، شپږ تنه پکې مړه وو او یو د زنکدن پرمهال ورته وویل چې له بانکونو زیات پوروړی دی، خپلوان یې شتمن دي خو له دوی سره یې مرسته نه کوله، نو ځکه یې پخپله او په ټولو زهر وخوړل." هغه زیاتوي، " کله چې پولیس راغلل او دوی یې روغتون ته ورسول، وروستي تن هم ساه ورکړه." په مړو شويو کې ۴۲کلن پربین متل، د هغه مور او پلار، مېرمن یې، دوه لورګانې او یو زوی شامل دي. یادې پېښې په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي. ***


د بیلاروس او پولېنډ سرحد یوه ځنګل کې شاوخوا ۲۰۰ افغانان بند پاتې دي د بیلاروس او پولېنډ تر منځ په "برېسک" نومې صفري نقطه کې ۲۰۰ افغانان په خورا ناوړه حالت کې په ځنګل کې بند پاتې دي د بند پاتې افغانانو په وینا، نه بېلاروس او نه هم پولېنډ ته پرېښودل کیږي، او د پولیسو له بد وضعیت سره مخ دي. د دوی په وینا، خوراکي توکې ورسره ختمې شوي او اوسمهال د ژوندي پاتې کېدو لپاره واښه، د ونو پاڼې خوري او د ډنډونو اوبه څښي. د معلوماتو له مخې، په ایسارو کسانو کې زياتره ټپیان هم دي. دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د مسلې حل لپاره جدي اقدام وکړي. دا پوله له 2021 وروسته د سیاسي کشمکشونو، مهاجرتي کړکیچ او د اروپايي اتحادیې بندیزونو له کبله زیاته څارل کېږي. ***


د ایران مشهد کې دا.ا قونصل فیضان الله ناصري نن سهار د زړه سکتې له امله مړ شوی. لوړپوړي ط.الب چارواکي احمدالله وثیق د خواشینۍ ترڅنګ د هغه مړینه تایید کړې. فیضان الله ناصري د ا.ا اړوند (الامارة عربي) ویبپاڼې چلونکی پاتې شوی. د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، ناصري له تېر کال راهیسې د مشهد سرکنسولګرۍ د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله. د ایران بهرنیو چارو وزارت د شمال ختیزې څانګې مشر احمد معصومي پر دې مناسبت د تسلیت پیغام خپور کړی او ویلي یې دي، چې پر مرګ یې خواشینی دی. ***


مالیې وزارت: نږدې ورځو کې به یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نغدې مرستو ویشلو لړۍ پېل شي. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خپلې ایکس پاڼې له لارې خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لومړۍ ربعې (حمل، ثور او جوزا) نغدي مرستې به په راتلونکو ورځو کې د ټول هېواد په کچه، مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ووېشل شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مرستې به په نوبتوار ډول وېشل کېږي او ټول مستحقین به ترې برخمن شي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۶۸۵زره یتیمان، معلولین او کونډې ثبت دي چې له جملې یې ۳۹۵زره یتیمان، ۱۹۱زره معلولین او ۹۸زره کونډې دي. ***


کندهار کې د ا.ا رهبر شیخ هبة الله اخونزاده د اختریزې وینا مهم ټکي: ۱: نړۍ غواړي افغانستان کې یو ځل بیا د دیموکراسۍ نظام رامنځته کړي، خو د دیموکراسۍ وخت تللی، او اوس اسلامي نظام حاکم دی. ۲: زموږ د تېرو ۵۰کلونو جګړه د ایمان او عقېدې پر بنسټ وه، دا چې اسلامي نظام حاکم دی نو جګړه هم پایته ورسېده. ۳: اسلام د انسانیت ژغورنې لار ده، خلک دې پرې ځان پوهه کړي او دیني عالمان دې له اختلافاتو تېر شي. ۴: ځینې خلک د امریکا په ملګرتیا ویاړي، خو تر ټولو لویه ظالمه همدا امریکا ده، پرون یې افغانستان کې ظلم کاوه او نن یې فلسطین کې کوي. ۵: د نشه يي توکو کښت مو د سیاسي موخو لپاره نه دی بند کړی، په اسلام کې جواز نلري نو ځکه منع اعلان شول. ۶: مسؤلین د ظلم لپاره نه؛ بلکې د شريعت او د خلکو حقونو تأمین لپاره مقرر شوي. ۷:په ټوله نړۍ کې اوسمهال یواځې افغانان د دین ساتونکي او مجاهدین دي، ښه او بریالۍ ازموینه یې ورکړه. ۸: په یو اسلامي نظام کې خیرغوښتل/سوال کول بده خبره ده، د همدې له امله مو خیرات غوښتونکي ټول کړل او معاشونه مو ورته حواله کړل. ۹: خپل خپل مسؤلیتونه باید پوره کړو، که تاسو کې اطاعت او موږ کې شفقت نه و، بدګماني وه نو دغسې نظام نه پاتې کیږي او امن له منځه ځي. ۱۰: نړۍ زموږ ملي یووالي او نظام نه شي برداشت کولی، ځکه خو سپکې سپورې او تبلیغات کوي. ۱۱: موږ ژمنه کوو چې د الله ج د دین خلاف یو قدم هم نه اخلو. ۱۲: موږ افغان مېرمنو ته عزت او حجاب ورکړ، بداخلاقي مو ختمه کړه، خو دوی (امریکا) فلسطین کې پر خلکو ټوپک نیولی او وژني یې. مګر موږ باندې تنقید کوي چې ښځې کار او تعلیم ته نه پرېښودل کیږي، یا حجاب اغوندي. ***


🔴د افغانستان ستره محکمه: د ذوالحجې میاشت ونه لیدل شوه. سبا د ذوالقعدة الحرام ۳۰مه ده. دا نه، او بلې شنبې په ورځ لوی اختر دی. سعودي عربستان بیا د جمعې په ورځ لوی اختر اعلان کړی.

جوبایډن په پروستات سرطان اخته شوی. بشپړ راپور لنک کې، https://shoormedia.com/%d8%ac%d9%88%d8%a8%d8%a7%db%8c%da%89%d9%86-%d9%be%d9%87-%d9%be%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d8%aa-%d8%b3%d8%b1%d8%b7%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d8%ae%d8%aa%d9%87-%d8%b4%d9%88%db%8c/

هېواد کې د ملاامانو او اذان کوونکو لپاره له جوماتونو څخه کورونو ته د برښنا تارونه غځول منع اعلان شول. د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رئيس ښاغلي امير عبدالله جهاند په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې، د جوماتونو لپاره ځانګړي شويو مېټرونو برېښنا؛ يوازې د همدې عبادتځايونو د روښانتيا، اوبو او اړونده چارو لپاره کارول کېږي. هغه زیاتوي چې، له دې مېټرونو برېښنا څخه هر ډول ګټه اخيستنه په کلکه منعه ده. دا په داسې حال کې ده چې تېره مارچ میاشت کې د ا.ا مشر شیخ هبة الله اخونزاده له لوري هېواد کې د جوماتونو د برښنا لګښتونه معاف شول. هغه له دولتي ادارو غوښتي وو چې په اینده کې د یادو لښګتونو د تادیې غوښتنه نه کوي خو دقیقه څارنه دې کیږي، ترڅو د مسجدونو برق په نورو ځایونو کې استعمال نه شي" ***
