
Shoor Media / شور میډیا
February 1, 2025 at 03:49 PM
پاکستان له POR او ACC کارت لرونکو افغانانو غوښتي چې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ووځي.
دغه لارښود چې یونیسیار پخپل واټساپ چینل خپور کړی، پکې راغلي چې ACC کارت لرونکې دې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه مسقیما افغانستان ته ولاړ شي، خو POR کارت لرونکي په دغه هېواد کې تر ۳۰م جون د پاتې کېدو اجازه لري.
په لارښود کې دا هم ویل شوي کوم افغانان چې بهر ته د تللو کیسونه لري، هغوی دې هم تر ۳۱م مارچ پورې له اسلام اباد او راولپنډۍ ووځي.
***
😮
👍
😢
❤️
8