Shoor Media / شور میډیا
Shoor Media / شور میډیا
February 2, 2025 at 04:37 PM
د خوست علیشرو ولسوالۍ وروستۍ پېښې له ۷شکمنو کسانو څخه درې اصلي عاملین وپېژندل شول. د خوست امنیه قومندانۍ وايي، د دغې بوږنونکې پېښې اصلي عاملین د منګل په نوم یو تن او د هغه دوه زامن احمد او حفیظ الله دي. د یادې قومندانۍ په وینا، د نیول شویو کسانو سره دوه میله کلاشنکوفونه او یو لاسي بم هم ترلاسه شوی او پخپل جرم یې اعتراف کړی. خو په راپور کې دا نه دي ویل شوي، چې د پېښې تر شا انګېزه څه وه. په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۳غړي وژل شوي وو. ***
😢 💔 🔥 😭 9

Comments