
Shoor Media / شور میډیا
February 3, 2025 at 08:14 AM
سعودي عربستان د سوریې د امنیت او ثبات څخه خپل ملاتړ څرګند کړی.
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور له مخې، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره په ریاض کې کتلي او د سوریې د امنیت، ثبات او دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو یې خبرې کړي.
محمد بن سلمان، الشرع ته د ولسمشرۍ مبارکي ورکړې او د سوریې د راتلونکي لپاره یې د بریا هیله څرګنده کړې.
په ورته وخت کې سعودي عربستان له امریکا او اروپايي متحدینو پر سوریې د اقتصادي بندیزونو د کمولو غوښتنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ احمد الشرع د سوریې نوی لنډمهالی ولسمشر وټاکل شو او دا یې سعودي عربستان ته لومړی بهرنی سفر و.
***