Shoor Media / شور میډیا
Shoor Media / شور میډیا
February 5, 2025 at 06:18 AM
راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ په کچه تر ټولو زیاتو ویکټو اخېستلو ریکاډ پخپل نوم کړ. د هېواد کرېکټ ملي لوبغاړی راشدخان په شل اوریزو سیالیو کې د ۶۳۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره د نړۍ لومړنی توپ اچوونکی شو. په دغو سیالیو کې د نوموړي د نړیوالو سیالیو ترڅنګ سوداګریز لیګونه هم شامل دي. راشد خان د یاد ریکاډ پر جوړولو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي: "موږ چې هر څه يو د وطن په نوم یو او هر پرمختګ مو د وطن لپاره دی. خوشحال یم چې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی بالر شوم چې ۶۳۳ ویکټې مې واخیستې." راشد خان ته په ټولنیزو رسنیو د کرکټ ګڼو مینوالو مبارکي ورکړې. ***
❤️ 👍 😘 12

Comments