
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
February 15, 2025 at 09:26 AM
*د خوست ولایت د ګډو ځواکونو د همغږۍ مسؤلینو له اطفایې مدیر سره د یو لړ موضوعاتو په موخه ناسته ترسره کړه.*
په دغه ناسته کې د همغږۍ مرکز مسؤل مولوي بخت محمد ثابت، د پولیسو په چارو کې د همغږۍ مرستیال مولوي حیات الله صدیق او په استخباراتي چارو کې مرستیال انجینر ذالقرنین سالار ګډون درلود.
ناسته کې ټینګار وشو، چې د بیړنیو حالاتو په صورت کې باید ټول اړوند ارګانونه چمتو او د ګډې همغږۍ په ترڅ کې د پېښو ځای ته عاجله رسیدنه وشي.
همدارنګه د اطفایې مسؤلینو او درې واړو نظامي ارګانونو ډاډ څرګند کړ، چې هره ګړۍ تیار دي، څو د ولسونو پر وخت خدمت وکړي او خبرداری یې ورکړ، چې د هر ډول بحران په وړاندې د مبارزې بشپړ چمتووالی لري.
*خوست امنیت قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر*
❤️
👍
10