
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
2.5K subscribers
About خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
*دلته د خوست امنیه قومندانۍ کړنې، لاسته راوړنې او مهم فعالیتونه شریک کیږي.*
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

*د خوست او یو شمېر ولایتونو* *د سبا یکشنبې ورځې د هوا حالاتو اټکل*


*د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ امنیتي منسوبین له ملي تلویزیون سره په یوه نظامي خپرونه کې وایي، چې له پلان سره سم په پرله پسې ډول ګزمې ترسره کوي او د هر ډول مشکوکو فعالیتونو پر وړاندې د چټکو اجرأتو تابیه لري.* *دغه منسوبین زیاتوي، چې د خپلو وظیفوي مکلفیتونو د اداینې ترڅنګ، له اصولو او مقرراتو سره سم په یاده ولسوالۍ کې له اړونده مسؤلینو له لوري عقیدوي زده کړې، پولیسي مهارتونه او اصلاحي پروګرامونه هم تعقیبوي او زیاتوي، چې له یادو پروګرامونو غوره زده کړې ترلاسه کوي او د دندو پرمهال ورڅخه ګټه اخلي.*

*د خوست او یو شمېر ولایتونو* *د سبا دوشنبې ورځې د هوا حالاتو اټکل*


*خوست ولایت کې هغه کس چې د یو هیوادوال د قتل هڅه یې کوله ونیول شو* د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د تڼیو ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو د استخباراتو منسوبینو په همکارۍ د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه کس هدف ته له رسېدو وړاندې له یوې توپانچې سره نیولی، چې د همدې ولسوالۍ یو اوسیدونکي ته یې د قتل او وژنې تیاری نیولی وو. د خوست امنیه قوماندانۍ وار وار خوست مېشتو ته خبر داری ورکړی چې، خپلو وژونکو موضوعاتو ته دې د شخړو هواروونکي کمیسیون او یاهم د محاکمو له طریقه د حل لارې ولټوي. امنیتي ځواکونه هغه کسان نه پرېږدي، چې په خپلسري توګه د غچ اخیستنې په نوم د خوست امنیتي ثبات ګواښي او ولسونه له رواني او فزیکي ننګونې سره مخ کوي. د یادونې وړ ده، چې نیول شوی کس به د وروستیو څیړنو لپاره اړوند ارګانونو ته ور وپېژندل شي. *خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر*


*خوست: د اطفایې ځواکونو د چټکې رسیدنې په پایله کې رامنځته شوې اور لګیدنه مهار کړه* نن شنبه مازدیګر ناوخته د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د اطفایې منسوبینو د خوست مرکز وچې خوړې سیمه کې په یوه ځایي کور کې د ګاز ډبې سره د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې اور لګیدنې ته چټکه رسیدنه کړې، چې په پایله کې یې اور په بشپړه توګه مهار او د دوو لکو افغانیو په ارزښت د مالي زیان اوښتو مخه یې ونیوله. یاده دې وي، چې په دغه اور لګیدنه کې د یاد کور د استوګې یوه کوټه زیانمنه شوې او نور ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي. *خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر*


*خوست کې د دريو کسانو د وژنې په تور تورن قاتل ونيول شو* د خوست امنيه قومندانۍ اړوند د تڼيو ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو د يادې ولسوالۍ د استخباراتو منسوبينو سره په شريکو عملياتو کې هغه کس نيولى چې څه موده مخکې يې په تڼيو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ شخړې په ترڅ کې درې کسان وژلي و او له سيمې تښتيدلى و. پر دريو قتلونو تورن نيول شوى کس د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يو ميل کلاشينکوف او شاجورو سره نيول شوى او په لومړنيو تحقيقاتو کې يې په ترسره کړي جنايت اعتراف هم کړى دى. د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د تڼيو ولسوالۍ په للمۍ کوټکي سيمه کې د ماشومانو پر سر د دوو کورنيو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه چې له امله يې د يوې کورنۍ يو کس وژل شوی او د بلې کورنۍ د یوې میرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي او یوه میرمن ټپې شوې وه. *خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر*
