خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر
February 16, 2025 at 08:10 AM
*د خوست امنیه قومندان په مشرۍ له مرکز کابل څخه راغلي تفتیش پلاوي سره د قومندانۍ د اداري چارو د ارزونې په موخه ناسته ترسره شوه.* د خوست امنیه قوماندان الحاج ملا عبدالله حماد په مشرۍ د اړوندو مدیریتونو، امریتونو، کنډکونو، د حوزو امرینو او د ولسوالیو امنیه قوماندانانو له مرکز کابل څخه راغلي د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست اړوند څوارلس کسیز پلاوي سره ناسته وشوه. امنیه قوماندان راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د فرامینو او حکمونو د اجرأ او فعالیتونو د کچې معلومولو لپاره یې راغلي پلټونکي هیئت ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. ورپسې له مرکز څخه د راغلي هیئت رئیس قاري صاحب شاه ایوبي د ناستې برخه والو ته د خپل سفر هدف شریک کړ او زیاته یې کړه، چې د اداري جوړښت لپاره پلټنې یو مهم اصل دی او په دې برخه کې یې له اړوندو مسؤلینو څخه د همکاریو غوښتنه وکړه، څو د قوانینو او مقرراتو پر اساس ترسره شوي خدمات روښانه او ستونزې په ډاګه شي. دغه راز د امنیه قوماندانۍ د تفتیش مدیر مولوي نور محمد نوري هم نظارت او څارنه د نظام د استحکام پیلامه یاده کړه او له اړوندو مسؤلینو یې غوښتنه وکړه چې د ټولو نظارتي غوښتنو سره سم عمل ترسره کړي
❤️ 👍 6

Comments